نړۍ

امریکايي بې پيلوټه الوتکې ماشومان وژني

نن ټکی آسیا(یکشنبه، زمری ۱۲مه، ۱۳۹۳): په بریتانیا کې د «څېړنیز ژورنالیزم مؤسسې» په خپل کلني راپور کې ښوودلې ده چې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په بریدونو کې ډېری عام وګړي او په تېره بیا ماشومان وژل کېږي.
یادې مؤسسې په خپل کلني راپور کې ویلي دي چې د ډېورنډ کرښې پر غاړو باندې د امریکا په شویو بریدونو کې د هغوی ادعاوې غلطې دي او په دې بریدونو کې ډېری عام وګړي قرباني شوي دي.
راپور وايي چې د وزیرستان په شاوخوا کې له ۲۰۰۴ز کال را وروسته امریکايي نظامي مسوولین دا دعوې کوي چې دوی ګواکې  د بې پیلیوټه الوتکو په بریدونو کې زرګونه طالبان له منځه وړي دي په داسې حال کې چې دغه دعوې يې دروغ دي او د پېښو ډېر قربانیان عام وګړي په تېره بیا ماشومان دي.
د څېړنیز ژورنالیزم د دې کلني راپور په استناد امریکايي بې پیلوټه الوتکو یواځې په وزیرستان کې له ۲۰۰۴ز کال راهیسې ۳۷۰ بریدونه کړي دي چې د دوی پرقول ټول پکې ۲۳۴۲ تنه له منځه تللي دي.
چې په دغه شمېره کې يې د ۷۰۰ تنو هویت لا تراوسه نه دی څرګند شوی چې دغه نږدې زرتنه نا پېژانده وژل شوي څوک او څه کاره دي.
د دې راپور په قول په پاتې ۲۰۴۲ پېژندل شویو کې يې ۹۹ تنه یواځې ماشومان دي.
په یاد راپور کې د امریکايي نظامي چارواکو دغه ادعاوې چې ګواکې په بریدونو کې طالبان په نښه کوي کلکې رد کړي دي.
دا په داسې حال کې دی چې د څېړنیز ژورنالیزم مؤسسې دغه راپور د پاکستاني رسنیو پر مټ برابر کړی دی. چې ښايي رسنیو  د خپلې یوطرفه ژمنتیا له مخې لا هم په شمېرنو کې کمی کړی وي.
په دې وروستیو کې په د هېواد په ګوټ ګوټ کې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډېر شوي دي چې ډېری پکې عام وګړي په نښه کېږي.
یاده دې وي چې نږدې میاشت وړاندې د یوناما په خپاره شوي کلني راپور کې یواخې یوه سلنه عامه مرګ ـ ژوبله بهرنیو ځواکونو ته منسوبه شوې وه. چې طالبانو دغه راپور په کلکه رد کړ او یو بې انصافه راپور يې وګاڼه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x