
تاجکستان کې د چین د پوځي اډې جوړېدو خبر رد کړل شو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۹ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان پولې ته څېرمه په تاجکستان هېواد کې د چین لخوا د پوځي اډې جوړې په تړاو د راپورونو له خپرېدو وروسته اوس دغو دواړو هېوادونو دا راپورونه بې اساسه بللي دي.
د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، له افغانستان سره پولې ته څېرمه په تاجک خاوره کې د چین د پوځي اډې جوړېدو په تړاو راپورونه ناسم دي او دغه موضوع د دواړو هېوادونو په کاري چوکاټ کې داخله نه ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د تاجکستان د کورنیو چارو وزارت او د چین ولسي جمهوریت د ملي امنیت د وزارت ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د تاجکستان په بدخشان ولایت کې د چین په مالي مصرف د دواړو هېوادونو ګډ نظامي تمرینات ترسره کیږي.
په ورته مهال د چین د بهرنیو چارو وزارت هم په تاجکستان کې د پوځي اډې جوړولو خبر رد کړی دی.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویانده هوا چونینګ ویلي، له څېړنو وروسته جوته شوه چې د افغانستان پولې ته څېرمه د پوځي اډې جوړولو راپورونه ناسم دي.
په افغانستان کې د اسلامي امارت له حاکمیت راهیسې د تاجکستان حکومت او ددغه هېواد ولسمشر د افغانستان په اړه پاروونکې ویناوې کړي او هم یې له روسي عسکرو سره یوځای د افغانستان پولې ته څېرمه ګډ پوځي تمرینات ترسره کړي دي.
خو د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد تیره ورځ یوځل بیا څرګنده کړه، چې د افغانستان خاوره به د سیمې او نړۍ هیڅ هېواد ته ګواښ نه وي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره اونۍ د فرانسې خبري آژانس د تاجک چارواکوپه حواله راپور ورکړی ؤ، چې چین غواړي د افغانستان پولې ته څېرمه د تاجکستان په خاوره کې د شاوخوا ۶ ملیارده ډالرو په ارزښت پوځي اډه جوړوي او له هغه وروسته به چینايي پوځيان په کې ځای پرځای شي.