روغتیا

چین وایي په ۱۴ ولایتونو کې یې یو ځل بیا د کرونا ویروس خپور شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د چین د ملي روغتیا کمیسون وایي چې د هېواد په ۱۴ بېلا بېلو ولایتونو کې یې د کرونا ویروس پېښې یو ځل بیا خپرې شوې دي.

د یاد کمیسون په وینا، په تېرو ۱۴ ورځو کې په سیمه ایزه توګه د کووید-۱۹ ناروغۍ پېښې ثبت شوي چې ځینې یې د نښو ښودنې پرته هم دي.

د چین خبري اژانس شینوا د راپور له مخې، د چین د ساري ناروغیو مشر ژونګ نان شان ویلي چې هېواد به یې د یوې میاشتې په موده کې د کرونا ویروس د خپرېدو نوې څپه په بریالۍ توګه کنترول کړي.

خو ددې سربېره، د چین روغتیا ملي کمیسون ویلي چې تېره ورځ یې د چین په اصلي ټاټوبي کې د کرونا ویروس ۷۱ پېښې ثبت کړي دي، چې ۴۸ داخلي او ۲۳ پېښې د بهر څخه ثبت شوي دي.

راپور زیاتوي چې د اکتوبر له ۱۷ تر ۲۹مې په چین کې ټولې ۳۷۷ مثبتې پېښې چې د کرونا څرګندې نښې لري ثبت شوي دي.

په یاد راپور کې تېره ورځ د کووید-۱۹ ناروغۍ اړوند د مړینې پېښه نه ده راپور شوې.

چینایي راپورونه وایي چې تر تېرې ورځې په ټول هېواد کې د کرونا له پېله تر اوسه ۹۷۱۵۱ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له جملې یې ۸۱۴ لا هم تر تداوۍ لاندې دي.

د روغ شویو کسانو شمېر ۹۱۷۰۱ ته رسیږي په داسې حال کې چې له یادې ناروغۍ څخه ۴۶۳۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په چین کې د کرونا ویروس داسې پېښې ثبتیږي چې په ناروغ کې هیڅ نښې نه لیدل کیږي، او دا تر ډیره خطرناک ثابتېدلی شي.

خو چینایي حکومت ډاډمن دی چې دوی به په یادو ۱۴ ولایتونو کې د یوې میاشتې په اوږدو کې دغه ناروغي کنترول کړي.

ددې سربېره چین تېره ورځ اعلان کړی و چې په ټول هېواد کې یې ۱.۷ ملیارده کسان لږ تر لږه یو دوز واکسین کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx