ټولنیزه برخه

د خپلو ژبو او قلمونو خيال وساتئ!

م رضوان الله فيضاني

موضوع ته نه ورداخليږم، بلکې د موضوع نوم هم نه اخلم، ځکه چې بيخي دلچسي او مينه ورسره نلرم، خو دومره به ووايم چې، له دې دوه درې ورځو راهيسې، په
بې ځايه او ناحقه سپکو سپورو ويلو او د يو مسلمان عزت ته په سپکه سترګه کتلو سره، عوام خو پر ځای پرېږده، ډېرو خواصو چې ځانونه د دين ټيکه داران هم بولي، خپل نيک اعمال تبا او برباد کړل او د بل چا د نېکيو په ځولۍ کې يې وروغورځول …

رسول الله ﷺ فرمايلي:
(كل المسلم على المسلم حرام: دمه وماله وعرضه)
“متفق عليه”
مفهوم: د يو مسلمان بل مسلمان لره، وينه تويول، مال لوټل، عزت پايمالول حرام دي.

قيامت شته دی، حساب کتاب راروان دی، د ذرې ذرې حساب غوښتل کيږي، ناحقه او بې جرمه د يو مسلمان سپکه ويل او بې عزته کول، د الله ﷻ پر وړاندې د خانه کعبې تر ورانولو هم لوی جرم دی.

نو لطفا له خپلو ژبو، ګوتو او قلمونو سره پوره پوره احطياط
وکړئ !!! هسې نه چې د قيامت پر سخته ورځ، داسې کسانو تر ګرېوانونو رانيولي يئ چې، ستاسو په سوچ او فکر کې به
هم نه راځي او عقل به مو هم نه مني.

العاقل تکفيه الاشارة : هوښيار سړي لره اشاره کافي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx