ادبي لیکني

د شهيد انعام الله انعام رحمه الله د شهادت خاطره/ پنځمه برخه

م رضوان الله فيضاني

د سهار اذانونه لا نه و شروع شوي چې شهيد انعام الله مو په پلنګ کوچ موټر کې کېښود او حرکت مو وکړ، تر ښايسته مزل کولو وروسته مو يو ځای د لارې تر څنګ په يو مسجد کې د سهار لمونځ اداء کړ، تر لمانځه وروسته مو بيا حرکت پيل کړ، يو وخت و چې طورخم ته ورسېدو، د طورخم له پورې غاړې مو بل پلنګ کوچ موټر راوست، شهيد مو پکې کېښود او مخ پر کابل روان شولو.

ډېر د غم او درد سفر و، په لاره کې به مې ځای ځای د تابوت سر راپورته کړ او د شهيد مخ ته به مې کتل، عجيب خمار ويده و او له تابوت څخه يې نا اشنا خوشبويي راپورته کېده، له ننګرهار څخه تېر شولو، لغمان مو هم تر شا پرېښود، مزل مو کاوه لنډه دا چې د ورېښمين تنګي شاوخوا علاقې ته ورسېدو، هلته د ملي اوردو ځواکونو عمومي لاره بنده کړې وه …

کيسه داسې وه چې زمونږ له ور رسېدو څخه لږه شېبه مخکې طـ ـالبانو د امريکايانو پر اکمالاتي کاروان باندې کمين وهلی و، يو ټانکر د سرک پر سر ولاړ و او د اور لمبې ترې پورته کېدې، طـ ـالبان بره د غره په يوه دره کې له ورايه ښکارېدل چې بېرته روان و، د اوردو پوليسو چې له مونږ سره شهيد وليده، نو يواځې زمونږ موټر ته يې د تلو اجازه راکړه، نور موټرونه يې نه پرېښودل، ځکه چې د ټانکر په څنګ کې د موټر تېرېدل هم ډېر خطرناک و، د ټانکر د انفجار امکان و، د دغې منظرې په ليدو باندې مو يو څه اندازه غمځپلي طبيعتونه خوشحاله شول.

مزل مو جاري و، د کابل ولايت مربوط د (تنګي غارو) کلي ته ورداخل شولو، هلته زمونږ د نيږدې خپلوانو کور دی، شهيد مو له هغوی کره يووړ، د امنيتي مشکلاتو په وجه مو ډېر نيږدې خپلوان هم نه و خبر کړي، د ماسپښين وخت شو، لمونځونه مو ادا کړل، شهيد مو راواخيست او هديرې ته مو د تدفين لپاره يوړ.

د شهيد د تدفين لپاره همدا د (تنګي غارو) کلی انتخاب کړای شوی و، محدود خلک وو، په عام او ساده ډول سره مو د تدفين چارې پيل کړې، زه د قبر پر څنډه ورته ناست وم چې انعام الله يې لحد ته ورښکته کړ، د لحد تيږې يې هم ورپسې کېښودې او د خاورو اړول پرې شروع شول، که د چا نيږدې څوک خپلوان وفات شوي وي نو د دغې عجيبې صحنې درد به ورمعلوميږي …

زما هم له سترګو څخه بې اختياره اوښکې روانې وي، زړه مې بې درېغه څړيکې وهلې، کله به مې له ځانه سره وويل چې کيدای شي دا به خوب وي، څو ځله مې سترګې هم پټې کړې ما ويل کېدای شي خوب شي، خو کيسه د ويښې او رښتيا وه نه بدلېده، له ډېره درده مې په ذهن کې دغه څو بيتونه نقش شول، چې څو ورځې وروسته مې بيا له ځانه سره وليکل … هغه بيتونه په لاندې ډول دي :

بې اختياره مې له سترګو اوښكې تللې
ګرانه ما وړې وړې سلګۍ وهلې

ته په خړ تابوت كې پروت وې لكه ستورى
لكه لمر سپينې شغلې درنه ختلې

خوشبويي درځنې تله لكه د مشكو
د رحمت ښايسته شېبې راورېدلې

زه حيران ګوته په غاښ درته ولاړ وم
چې په سپين ململ ستا زنې وې تړلې

ما كول درته جانان جانان غږونه
ته د ناز په خوب ويده نه ويښېدلې

زما په اوښكو سترګې سرې وې درته ناست وم
چې پر تا يې تورې خاورې اړولې

د سپېڅلي دين په ننګ شهيد جانانه
رنګ به راوړي ګرانه ستا وينې سپېڅلې

(فيضاني) ستا په مېړانه افتخار كړي
پر تا وياړي ته يې ګل د شملې شولې

خاطره يو څه اندازه نوره هم اوږدېده، خو د ځينو ملګرو
د دردمنو کمنټونو او ميسجونو په وجه مې رالنډه کړه،
ما ويل هسې نه چې څوک رانه ازار شي، زما خو د دغې خاطرې ليکلو اراده هم نه وه، ما نورې خاطرې ليکلې، خو ملګرو د دغې خاطرې د ليکلو غوښتنې راڅخه وکړې، نو ما هم شروع پرې وکړه او ګوډه ماته مې برابره کړه.

د دغې دردمنې خاطرې د نشر په دوران کې چې کومو قدرمنو ملګرو، شهيد انعام انعام تقبله الله تعالی او زمونږ کورنۍ ته دعانې وکړې، الله ﷻ دې د دنيا او آخرت کاميابي
او خوشحالي ورپه برخه کړي.
کوم ملګري که دردمن او خفه شوي وي، متعال رب ﷻ دې
د درد او خفګان پوره پوره اجرونه او عوضونه ورکړي.

(جزاکم الله خيرا في الدنيا والآخرة)

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx