ټولنیزه برخه

فضاء او د کائناتو وسعت/ څلورمه برخه

سردار ناطق الحق (امین)

ځمکه:
د شمسي منظومې دریمه سیاره ځمکه ده! دغه سیاره د زهرې او مِریخ تر منځ واقع شوې.

ځمکه له لمر څخه (څه کم) یوسل پنځوس میلیونه (150،000000) کیلو متره لرې ده، خو له زهرې څخه بیا حدوداً څلوېښت میلیونه (40,000000) کیلو متره.

ځمکه خو زموږ او ستاسو کلی دی! نو ټول ښه پکې بلد یو او پېژنو یې! چې یوه ډبرینه سیاره ده؛ لوړې او ژورې لري، کړنګونه او درې شته پکې، هوارې دښتې او دنګ غرونه لري، اورغورځوونکي؛ سیندونه، بحرونه، ځنګلونه، انسانان، پېریانان، رنګارنګ حیوانات او داسې نور… شیان هم لري.

ځمکه ټولې پنځه (5) سپوږمۍ لري، خو مشهوره او غټه یې همدغه یوه ده (چې په عربي کې قمر او په فارسي کې مهتاب ورته وایي) او له ځمکې څخه (څه کم) څلور لکه (4,00000) کیلو متره لرې ده.

ویل کیږي چې سپوږمۍ د ځمکې جاذبې قوې نیولې، ځکه خو یوازې له ځمکې تاویږي، مګر د ځمکې انتقالي حرکت هېڅ تاثیر نه پرې کوي! یعنې پر همغه خپل ټاکل شوي مسیر! په اووه ویشتو (27) ورځو کې (د ځمکې پر شاوخوا) څرخیږي.

له دې امله چې -له عطارد او زهرې څخه وروسته -د لمر کتلې ته، تر ټولو نږدې سیاره ځمکه ده- نو ځکه خو یې د حرارت درجه (د سانتیګراد په حساب) په اوړي کې د مثبت پنځوسو (50+) او په ژمي کې د منفي شلو (20-) په شاوخوا کې وي.

یعنې ځمکه معتدله هوا لري! چې هم خوږې اوبه پکې شته او هم له اکسجن څخه مالاماله ده، له همدې امله انسانان،  جنیات او نور حیوانات هوسا او آسوده ژوند پکې کولای شي.

موږ او تاسو ټول پوهیږو چې ځمکه دوه حرکته لري: چې یوه ته یې وضعي او بل ته یې انتقالي حرکت وايي؛ له وضعي حرکت څخه شپه او ورځ منځ ته راځي او له انتقالي حرکت څخه اقلیمي بدلونونه؛  یعنې څلور فصلونه: (پسرلی، اوړی،منی او ژمی).

د ځمکې سطحه هم د نورو دریو سیارو (عطارد، زهره او مریخ) په توګه جامده ده، په دې توپير؛ چې د ځمکې سطحه اویا (70%) سلنه اوقیانوسونو پوښلې او تخمیناً دېرش (30%) سلنه یې وچه ده.

د ځمکې وضعي حرکت د زهرې د حرکت خلاف دی! او ضمناً ډېر مناسب حرکت هم لري؛ چې په درویشتو (23) ساعتونو او شپږ پنځوسو (56) دقیقو کې یو کامل دور خوري او د همدغه حرکت له امله، په یاد وخت کې یوه شپه او یوه ورځ رامنځته کیږي ؛ مګر په دری سوه پنځه شپېته (365) ورځو او شپږو (6) ساعتونو کې، یو ځل د لمر تر کتلې هم تاویږي (یعنې مداري تناوب یې 365 ورځې او 6 ساعته دی) چې دغه دوران بیا پوره یو کال رامنځته کوي.

د ځمکې کروي بڼه هوبهو! د فوټبال یا والیبال هغه توپ ته ورته ده، چې سړی له پاسه لږ زور پرې وکړي، نو بیضوي شکل غوره کوي! ځکه خو له اوږدوالي (طول) د ځمکې څخه د هغې بر (عرض) زیات دی؛ یعنې ځمکه د شمال او جنوب (دوو قطبونو) تر منځ دولس زره اووه سوه شپاړس (12,716) کیلومتره ده، حال دا چې بر یې دوولس زره، اووه سوه، شپږ پنځوس (12,756) کیلومتره دی، معنا؛ دوڅلوېښت (42) کیلومتره تفاوت سره لري.

موږ داسې انګېرو! چې ګني ځمکه به نو یوه آرامه او بې حرکته سیاره وي، ځکه خو مطمئن خوبونه پرې کوو! خو داسې نه ده! موږ لا پر دې نه یو خبر چې ځمکه په یوه ثانیه کې دېرش (30) په یوه دقیقه کې آته لس سوه (1800) او په یوه ساعت کې یو لک، آته زره (108000) کیلومتره مزل کوي!  یعنې په یوه شپه او ورځ کې پنځه ویشت لکه، دو نیوي زره (2,592000) او په یوه کال کې (لږ څه کم) یو میلیارد (946,7,28000) کیلومتره مزل کوي اما موږ بېغمه ویده وو او هېڅ احساس نه کوو، چې ګني په کومه سریعه فضائي سفینه کې ناست یو.

په خپله دا شمسي منظومه هم یوې خواته په دومره سرعت سره روانه ده؛ چې څه باندې آته برابره یې سرعت له ځمکې څخه چټک دی.

نه یوازې ځمکه او شمسي منظومه! بلکې هغه کهکشانونه لا هم د ځمکې دوه (2) برابره تېز روان دي، چې شمسي منظومه پکې واقع شوې ، بیا د دغو کهکشانونو کاروان ، د ځمکې په نسبت شل (20) برابره تېز روان دی ؛ یعنې په یوه ساعت کې دوه میلیونه ، یو لک او شپېته زره (2,1,60000) کیلومتره مزل کوي! چې په کال کې آته لس میلیارده، نهه سوه څلور دېرش میلیونه، پنځه لکه، شپېته زره (18,934,5,60000) کیلومتره کیږي؛ خو دغه حرکت بیا (لکه د سیارو غوندې) ټاکلی مدار نه لري، (یعنې: لا یې مداري تناوب نه دی کشف شوی) بلکې ټول فضائي کائنات یوې نامعلومې خواته روان دي؟ خو هېڅوک نه پوهیږي؛ چې دوی چېرې او د څه لپاره دومره بېړنی مزل کوي؟ او څنګه دا جهان (بې پایان) نه ختمیږي؟

سبحان الله!

دغه دی قدرت، نظم او سالم مدیریت!

بیاهم درته وایم چې؛ بېړه مه کوئ! د کهکشانونو ، مقناطیسي میدان، جاذبې قوې او د فضا تفصیلي بیانونه به پر خپلو خپلو ځایونو کې درته راشي ان شاءالله.

نوټ:

که هر څوک پر فضائي سیر او سفر باندې یقین نه لري، هغه ته پکار ده چې؛ د سورة الرحمن 33 نمبر آیه مبارکه (له ترجمې او تفسیر سره) وګوري.

نور بیا… ان شاءالله!

دا لړۍ دوام لري، تعقیبوئ! د لیکنې هدف یوازې د الهي قدرت؛ د عَظَمت او نظم ښکارندویي ده.

نوټ: یو کیلو متر؛ زر (1000) متره دی، یو متر (100) سانتي او یوه سانتي بیا (10) میلي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x