افغانستان

انټوني بلينکن: اشرف غني تر مرګه د طالبانو پر ضد د جګړې ژمنه کړې وه، خو وتښتېده

نن ټکی اسیا ( دوشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزیر انټوني بلينکن ويلي، د نسکور شوي حکومت مشر اشرف غني تر مرګه د طالبانو پر ضد د جګړې او مقاومت ژمنه کړې وه، خو د کابل څنډو ته د طالبانو په را رسېدو نوموړی وتښتېده.

انټوني بلينکن د امريکا له «سي بي ايس» ټلويزون سره په مرکه کې وویل، چې د ۱۴ اګسټ په شپه يې هم له اشرف غني سره د ټيليفوني خبرو پر مهال پر هغه فشار راوړ، چې د واک د لېږد پلان ومني او ورته ويلي يې و، چې د نوي حکومت مشري به له طالبانو سره وي او د افغان ټولنې ټول قشرونه به په کې خپل ځانونه ويني.

د بلينکن په وينا اشرف غني ده ته ډاډ ورکړی و، چې دی د شريک حکومت جوړولو ته حاضر دی، خو په ورته وخت کې يې ژمنه کړې وه، که طالبان له دوی سره ګډ حکومت جوړ نه کړي، دی به د مرګ تر ساعته ورسره وجنګيږي، خو بيا هم د اګسټ په ۱۵مه له کابله وتښتېده.

د انټوني بلينکن په وينا دی په وروستيو څو مياشتو او اونيو کې د افغانستان وضعيت په اړه له اشرف غني سره په خبرو بوخت وو.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير وویل، چې ولسمشر جو بايډن تر ټولو اوږده جګړه پای ته رسول باوري کړل او تر دې وروسته به امريکايي ځوانان د افغانستان په جګړه کې نه وژل کيږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

اشرف غني چې وتښتېد، دا خو یې ډېر سم کار وکړ. امریکایانو غوښتل چې طالبان هم د فساد په حکومت کې ورښکېل، د بزکشۍ میدان جوړ او داسې یې په جنګ سره واچوي، چې هېواد ټوټه ټوټه شي. چې په هرډول حکومت کې تښتېدلو لنډغرو شتون درلودلی، والله که چا خوند ترېنه اخستی وای. بیا به دوی امریکایانو لمسولی او نازونه به یې کولای. دا ډېر ښه وشول چې وتښتېدل او ورک شول. د دوی ټولې شتمنۍ باید ضبط او بیت المال ته وسپارل شي. طالبان دې هم کوښښ وکړي چې د نجونو ښوونځي ډېر ژر خلاص او ښځو ته… نور لوستل »

غ.حضرت

انتونی بلینکن یو آتشین یهود دئ.
زه د غنی دفاع نکوم ( البته د فساد د منځه وړلو د هیلی په ترڅ کی د نظام د نه سقوط او نړېدو سخت طرفدار وم ).
امّا
یو دینی – اخلاقی استاد ویلی دی:
که هر منصف او عدالتخواه او بشر دوست غیر مسلمان کس وغواړی چی د نن ورځی د بشریت د ناخوالو او اجتماعی – سیاسی – اقتصادی – اخلاقی پراخو ستونزو اصلی منبع وپېژنی نو باید فقط یو ځل په ځیر پخپله مورنۍ ژبه د قرآن
د آسمانی کتاب تاریخی – داستانی – مصرۍ برخه مطالعه کړی.

ګل احمد

د جت بیزووان د منافق زوی څخه دوئ څنګه دا توقع کول چي تر مرګه به جنګیږي.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx