افغانستان

اصلاحات او همپالنه: د رایو بیا څېړنه یوه غولونه او د یوناما ناکامي ده

نن ټکی آسیا(یکشنبه، زمري ۱۲مه، ۱۳۹۳): د دویم پړاو ټاکنو د لومړیو پایلو له اعلان وروسته د دواړو نوماندانو د پلویانو ترمنځ بې دریغه ناندریو دې ته لاره جوړه کړه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون يې په وړاندې بې وسه او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په قضاوت يې د رایو د بیا کتنې او د واک د ویش په سر هوکړه وشوه.

د رایو په بیا کتنه کې پر بېلابېلو پلمو څو ځلې ځنډونه رامنځ ته شول چې ولس ته يې دغه وروستۍ تمه هم شکمنه کړه.
تر شنبې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوله چې د شنبې سهار به د رایو د بیا کتنې د پیل شاهد وی، مګر بیا هم د ځینو ستونزو له امله دغه پروسه د څلورویشتو ساعتونو لپاره وځنډیدله.

د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تداوم ډله وايي چې د رایو په بیا کتنه کې ډېری خنډونه د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې له لوري راپیدا کېږي.

د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې ویاند وايي چې د دوی د ترمنځ پرېکړه کوونکي او انصافداره منځکړی یوناما دا توان نه لري چې پاکې رايې له ناپاکو هغو نه پاکې کړي، د دوی په خبره د پاکو او ناپاکو رایو د بېلتون لپاره د یوناما طرحه یوه ناکامه طرحه ده.

د اصلاحاتو او همپالنې د ډلې یو تن غړي سید اغا فاضل سانچارکي رسنیو ته ويلي دي چې د ټاکنو د رایو بیا څېړنه یوه غولونه او نمایشې پروسه ده.
په داسې حال کې چې د تحول او تداوم ډله بیا له خپل سیال لوري غواړي چې د رایو په بیا څېړنه کې ورسره شریک شي. او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په پرېکړه دغه طرحه باید ومني.
ویل کېږي چې نن به د رایو د بیا شمېر پروسه پیل شي، دا چې څومره به ممکنه وي د رایو د تفتیش د وخت په داخلېدو به معلومه شي.

یاده دې وي چې ټاکنیز ناندرۍ په داسې حال کې په اوږدېدو دي چې امریکا د امنیتي تړون د لاسلیک په تمه ده او د ناټو راتلونکې سر مشريزه ناسته د افغان ولسمشر د ګډون په تمه ده. ځکه چې له قانوني پلوه د ولسمشر حامد کرزي واکمني پای ته رسېدلې ده. او د ناټو په دې ناسته کې باید نوی ولمسشر ګډون وکړي.

تر دې وړاندې ولسمشر حامد کرزي د امنیتي تړون د لاسلیک په پلمه د مشورتې جرګې تر نامه لاندې راټولو شویو خلکو ته ویلي و، چې امریکا وايي چې ټاکنې به دویم پړاو ته ځی او دویم پړاو به يې په شپږ میاشتې بې پایلې وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x