افغانستان

چين ته د هوایي دهليز له لارې ۴۵ ټنه جلغوزي ورسېدل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د چین سفیر وايي چې د کابل څخه صادر شوي جلغوزي د هوايي دهلیز له لارې د چین شانګهای ښار ته ورسېدل.

وانګ یو پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي چې دا د افغانستان او چین دواړو بریا ده. «افغان دهقانانو ته عائد او چینايي مستهلیکینو ته خوندور طعم دی، ګټه – ګټه».

چین ته پرون مازدیګر مهال له کابل د کام ایر هوايي شرکت د کارګو الوتکې له لارې ۴۵ ټنه جلغوزي وليږدول شول چې دا د نوي تحول وروسته د چین او افغانستان تر منځ د صادراتو د رسمي پيلیدو لومړنی پرواز و.

د چین سره د هوايي دهلیز د بیا پرانیستلو مراسمو کې د رئیس الوزرا لومړي مرستیال عبدالسلام حنفي په شمول د سوداګرۍ او صنعت وزیر، اطلاعاتو و کلتور وزارت مرستیال او تجارانو ګډون درلود.

د افغان حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي ویلي چې دوی هیله مند دي چې له چین سره به د دوی سوداګري دوام پيدا کړي او له چینايي لوري سره به تجارتي اړیکي نورې هم پیاوړې شي.

چین او افغانستان بهرنیو چارو وزیرانو د اکتوبر په ۲۶مه په دوحه کې چین ته د جلغوزو پر صادراتو تفصیلي بحث وکړ چې چینايي لوري په دې اړه د همکارۍ ډاډ ورکړی و..

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د چین بهرنیو چارو وزیر سره په لیدنه کې هغه ته د افغانستان جلغوزي ډالۍ کړي وو.

چین د افغانستان تر ټولو لوی د جلغوزو واردونکی هیواد دی. افغانستان په ۲۰۱۸ز کې دغه هیواد ته د هوايي دهلیزونو له لارې د جلغوزو صادرات پیل کړل.

افغان چارواکو هغه مهال اټکل کړی و چې افغان سوداګر به په کلني ډول ۲۳زره ټنه جلغوزي چین ته صادر کړي چې له کبله به یې ۸۰۰ میلیونه ډالر عاید افغانستان ته راشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

غنی زنده باد ووایی کنه نو دا چل چیری د طالب زده وه؟

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx