افغانستان

سبا د سه شنبې په ورځ د بولدک ـ چمن لار پرانیستل کیږي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۰ل): په کندهار کې سیمه ییز چارواکي وايي، ټاکل شوې ده چې سبا د سه شنبې په ورځ د بولدک ـ چمن لویه لاره د ترافیکو او مسافرو پرمخ پرانیستل شي.

د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو آمر رحمت الله نړیوال په یو ټویټ کې ویلي، چې له پاکستاني چارواکو سره تر کامیابو مذاکراتو وروسته توافق ته رسېدلي چې سبا د سه شنبې په ورځ(۱۱ لړم) د سپین بولدک ـ چمن دروازه پرانیزو.

نوموړی زیاتوي، مسافرو ته به د کندهار پر تذکرو او پاسپورټ او پاکستاني شناختي کارډونو د سفر اجازه ورکول کیږي او ناروغان به له سفري اسنادو پرته هم سفر کولای شي.

د نړیوال په خبره د مسافرو لپاره به دروازه د سهار له اتو څخه تر څلورو بجو د مازدیګر پورې او ترانسپورټي موټرو پرمخ ۲۴ ساعته دروازه پرانیستې وي.

په ورته مهال په بولدک کې عیني شاهدانو ویلي، چې نن مازدیګر د بولدک کمیسارۍ مسئولینو له دروازې څخه لوی سیمټي موانع لرې کړل او د لارې د صفايي چارې هم روانې وې.

باید وویل شي چې د بولدک ـ چمن دروازه له تیرو څو اونیو راهیسې بنده وه، چې له امله یې عام افغانان او سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx