شعـــــرونه

انډيواليزم/ فیضاني

م رضوان الله فيضاني

ګوره مه پاله اشنا انډيواليزم
تاواني دی په عقبا انډيواليزم

ټولو خلکو ته په يو نظر ورګوره
نه دی خوښ د رب مولی انډيواليزم

سر منشه د ذلالت او ناکامي ده
ډېر زيات خلک کړل رسوا انډيواليزم

مسؤوليت دې په اخلاص باندې ادا کړه
دی لوی جرم او جفا انډيواليزم

نيت صفا کړه هر عمل ته دې ځير اوسه
بې وفا دی د دنيا انډيواليزم

ښه دی، ښه دی چې خالص لله في الله وي
ګټور دی د تقوا انډيواليزم

چې دې يو دېوال ته مخ او بل ته شا شي
بيا به څه کړې ناروا انډيواليزم

د سنګر د انډيوال زړه دې مات نکړې
مدام وپاله همدا انډيواليزم

نصيحت د (فيضاني) په غور واوره
ډېر وګړي کړل تبا انډيواليزم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx