افغانستان

هرات کې یو تن د قتل په تور نیول شوی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۰ل): سیمه ییزو مسئولینو په هرات ولایت کې د قتل په تور د نیولو خبر ورکړی دی.

د هرات د امنیه قومندانۍ له رسنیز دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې تورن کس پرون د یکشنبې په ورځ د هرات ښار دویمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

خبرپاڼه زیاتوي، چې نیول شوي تن څه موده وړاندې په هرات ولایت کې د یو تن له وژلو وروسته تېښته کړې وه، چې وروسته د اسلامي امارت د مسئولینو لخوا ونیول شو.

د هرات د امنیه قومندانۍ د معلوماتو له مخې نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی؛ خو لاهم تر څېړنو لاندې دی.

باید وویل شي چې په هرات ولایت کې د اسلامي امارت له راتګ سره د جنايي جرمونو او انسان تښتونې پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی. هرات ښاریان د اسلامي امارت له امنیتي مسئولینو څخه د جنايي مجرمینو، غلو او انسان تښتوونکو په وړاندې د لاجدي اقدماتو غوښتنه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په هرات ولایت کې په تیرو څو اونیو کې ګڼ انسان تښتوونکي نیول شوی او یو شمېر نور بیا له امنیتي ځواکونو سره په جګړه کې وژل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx