افغانستان

جاپان کې یو تن د چړې په ګوزارونو ۱۷ تنه ټپيان کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د جاپان پلازمینې توکیو کې یو تن د چړو په ګوزارونو لږ تر لږه ۱۷ تنه ټپیان کړي دي.

رویټرز خبري آژانس د توکیو د پولیسو په حواله خبر ورکړی، چې دا پېښه پرون د یکشنبې په ورځ د توکیو په «کیو» میټرو لاین د «کوکوریو» تمځای ته څېرمه رامنځته شوې ده. پولیس وايي، په ټپیانو کې د درې تنو وضعیت نازک دی.

تراوسه ددې برید لامل نه دی څرګند؛ خو د توکیو پولیس وايي، د پېښې په هکله یې تحقیقات پیل کړي دي.

د پېښې له ځایه په خپرو شوو انځورونو کې ښکاري چې پولیس، د اور وژنې او د میټرو د بیړنۍ برخې کار کوونکي په ګډه د مسافرو د ژغورلو هڅې کوي.

دا په تیرو دوو میاشتو کې دویم ځل دی چې د جاپان پلازمینې توکیو کې د چړو په واسطه بریدونه ترسره کیږي.

د روان کال اولمپیک سیالیو څخه یوه ورځ وړاندې یو شپږدیرش کلن سړي په توکیو ښار کې د چړې په واسطه برید کې لس تنه ټپيان کړي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ګل احمد

چین خورا جاندارئ شروع کړي دي. زه ګوندي د چین او جاپان شر د افغانانو په خیر تمام سي

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx