ورزش

د جوز بټلر په زړه پورې سلیزه، انګلستان د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د انګلستان کرکټ ملي لوبډله په شل اوریز نړیوال جام کې لومړۍ لوبډله شوه چې نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.

سریلانکا ته په ماتې ورکولو انګلستان په روان جام کې پرلپسې څلورمه بریا هم خپله کړه او لومړۍ لوبډله شوه چې نیمه پایلوبې ته لار مومي.

د انګلستان مخکښ لوبغاړي جوز بټلر د سریلانکا پر وړاندې په زړه پورې سلیزه ووهله او لوبډله یې له ستونزمن حالت څخه وویستله چې د لوبې په بریا کې یې مهم رول ولوباوه.

دغه لوبه کې انګلستان لومړی توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۶۳ منډې جوړې کړې، ددوی له لوري جوز بټلر ۱۰۱ ناسوځېدلې منډې وکړې.

نوموړی د روان شل اوریز نړیوال جام لومړی لوبغاړی شو چې سلیزه وهي، دغه راز د انګلستان ملي لوبډلې لومړی لوبغاړی شو چې په ټیسټ، یو ورځني او شل اوریز دریواړو فارمیټونو کې د سلیزې ریکاډ خپلوي.

انګلستان د هدف په تعقیب کې سریلانکا لوبډله د ۱۳۷ منډو په جوړولو وسوځوله.

په پرلپسې څلورو بریاو سره انګلستان ۸ پواینټونه ترلاسه کړي چې دوهم پړاو ته یې لار وموندله. له دوهم ګروپ څخه پاکستان لوبډله نیمه پایلوبې ته د لار موندنې په درشل کې ده.

پاکستان لوبډله سبا سه شنبه د نمیبیا سره سیالي لري چې په بریا سره کولی شي د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار ومومي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx