نړۍ

قذافي پر هیوادوالو ږغ کړی: که ونه جنګیږی، جهنم ته به لویږئ

(نن ټکی اسیا سپټمبر۲۰۱۱/۱۱) معمرقذافي په داسي حال کي چي هیځ ځای یی مالوم نه دی نن یوځل بیا په یو ږغیزپیغام کی هیواد وال دمخالفینو په وړاندی وجنګ ته راوبلل، نوموړي په خپل پیغام کی چي دیوي امریکایی خبري رسني سی بی اس له لوري خپورشوی دی دلیبیا پراولس ږغ کړی دی چي دمخالیفینو په وړاندی وجنګیږي، نوموړي زیاته کړه اولس باید ناهیلي او سستی اختیارنه کړي وسله دی پورته کړي اودیرغل کونکو په وړاندی دی جنګ وکړي.

قذافي په خپل پیغام کی دلیبا اولس ته وویل کچیري له جنګ څخه لاس په سرشي او سستي غوره کړي نوبیا به مو دذلت جامي په غاړه وي اوجهنم ته به روان یاست.

یوي امریکایی خبري رسنی سی بی اس خبرنشرکړی دی وایی چي  دقذافي پیغام دیوي سمییزي راډیو له لاري چي دبنی ولید له ښارګوټي څخه خپروني کوی نشرشوی دي، دبنی ولید ښارګوټي لا تر اوسه پوري دلیبیا دملي انتقالی مجلس دځواکونو په وړاندی لوي خنډ دی، اوتراوسه دغه ښارګوټي وقذافي ته دوفادارو ځواکونو په لاس کی دی.

دقذافي له لوري دغه بیان په داسي وخت کی نشریږی چي دناټوهوایی ځواکونو له لنډي وقفي څخه وروسته تیره ورځ یوځل بیا دبنی ولید پرښارګوټي دقذافي دځواکونوپه وړاندي په بمباریو لاس پوری کړی دی.

دلیبیا دملي انتقالي شوری مشرمصطفی عبدالجلیل تیره ورځ یوځل بیا خپلو وسلوالو ځواکونوته امروکړ چي پرهغوښارونوباندی دی وسلوال بریدونه وکړي کوم چي وقذافي ته وفادارو ځواکونوپه ولکه کی دي.

له دی څخه مخکي دلیبیا دملي انتقالي شورای له لوري دجنګ بندي اعلان شوی وو، اودسیمي له قومی مشرانو څخه یی غوښتنه کړی وه ترڅو دقذافی ووسلوالو ډلو ته قناعت ورکړی چي دخبرو له لاري تسلیم او وسلي پرځمکه کښیږدي، خو وقذافي ته وفادارو وسلوالو ډلو چی دبنی ولید، سرت او الجفره ښارونوکي ځای پرځای شوی دی له تسلیمیدو څخه ډډه وکړه، او دلیبیا دانتقالي شورای له ځواکونو سره یی دجنګ لاره غوره کړه.

بخت الرحمن بخت (نن ټکی اسیا)

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x