د غزې د غمیزې اړوند د سعودي، پاکستان او مصر دریځونه (څېړنیز راپور)

راپور: عبد الله – کراچي

د غزې پر تړانګې د اسراییلو د بمبار او ملکي وژنې څه کم میاشت کېږي. دا لړۍ د نړیوالو بشري حقونو ادارو له چوپتیا سره پرمخ روانه ده. د سعودي حکومت په تړاو ویل کېږي، چې نه یوازې خپله پر غزې د اسرايیلي ځواکونو پر وژنو او بمباریو چوپه ده، بلکې له ځانه سره یې هغه هیوادونه هم خاموشه کړي، چې د دوی واک او یا خبره باندي چلیږي، چې په همدې لړ کې د پاکستان، مصر، متحده عرب امارات او اکثره اسلامي هیوادونه دي چې د سعودي سیاست پر محور څرخېږي.

د تیرې جولای میاشتې په ۱۷ او ۱۸ باندي د اسلامي هیوادونو کانفرانس (او آی سي) د خپلو غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه کانفرانس دایر کړ، خو ټولو په یوه خوله یوازې همدومره وویل چې دوی د اسراییل وحشي بمبارۍ او د بی ګناه ملکي وګړو وژنه غندي، خو نور یې په کوم عملي ګام لاس پوري نه کړ.

د ترکیې او قطر هیوادونه چې په فلسطین کې د اسرايیلي ناتار پر خلاف یې سخت دریځونه نیولي، پر اسلامي هیوادونو غږ وکړ چې هغه هیوادونه دي له اسرايیلو سره خپل اړیکي وشلوي چې له هغوی سره دیپلوماتیکي اړیکي لري، خو دا خبره د لاتیني امریکا ځینو نامسلمانو هیوادونو عملي کړه، مګر اسلامي هیوادونو غوږونه پرې کاڼه واچول.

غزه چې دا مهال تر اسراییلي بمباریو لاندي ده او د شهیدانو شمېر یې تر دوه زره اوښتی او پر ضد یې امریکايي وسلې کارول کېږي، اسراییل د امریکا په ګډون د ګڼ شمېر اسلامي هیوادونو په سیاسي ملاتړ عملیات کوي، دا مهال د ترکيې او قطر په شمول له ځینو غیر حکومتي ادارو او رسنیزو چاینلونو پرته هیڅوک هم نه لري.

د اسلامي هیوادونو په سطحه سعودي، پاکستان او مصر هغه هیوادونه دي چې په موقف یې حساب کیږي، خو دغه هیوادونه نه یوازي خپله چوپه خوله پاتي شول، بلکې له ځانه سره یې هغه هیوادونه هم خاموشه کړې چې د دوی تر تاثیر لاندي دي او یا په بهرني سیاست کې له دوی متاثره دي.

دوه ورځي وړاندي د پوره یوې میاشتې انتظار او اسراییلي وحشي بمباریو نه وروسته اخیر کار د سعودي پاچا ملک عبد الله پرون خپل یو رسمي بیان نشر کړ، چې په هغه کې د دې پر ځای چې یوازي اسراییل وغندي د دې ټولي غمیزي مسؤولیت یې د ده په خوله پر «اسلامي تروریزم» باندي اچولی او پاته بیان یې اکثره له «همدې تروریزم» سره د مبارزې لپاره خاص کړی، چې باید څرنګه وځپل شي، او دا اوس پټه خبره نه ده چې د سعودي په شمول مصر، متحده عرب امارات او ځیني نور هیوادونه په ښکاره د حماس ډله یوه «ترهګره» ډله بولي، او ټوله هڅه یې دا ده چې پر دغه ډله باندي ټول مالي منابع او سرچینې وچي کړي.

عبدالله په خپل پیغام کې وویل چې موږ هر کله دا بلنه ورکړې چې باید د نړی او سیمي هیوادونه ټول په یوه اتفاق داسی یو میکانیزم او تګلاره جوړه کړو چې د «دغو ترهګرو» ډلو پر ضد جدي مبارزه وکړي او د هغوی مالي منابع وچ کړي.

د ملک عبد الله پیغام ته سعودي حکومت پلوو رسنیو دا عنوان ورکړ چې ګواکي نوموړي د غزې په باب د نړیوالو چوپتیا «غندلې» په داسي حال کې چې خپله د پوره یوه میاشت وروسته خپل عکس العمل وښود، او هغه یې هم په داسي انداز وښود چې د ډیرو خپلواکو شنونکو او مبصرینو په قول چې تر دې چوپ خوله پاته شوی وای، ورته ښه وو.

د امت اخبار په یوه وروستي راپور کې چې د غزې په اړه یې د پاکستان سیاسي موقف څیړلی ویلي چې د پاکستان بهرنی سیاست دا مهال تر ډېره بریده مستقله او ازاده نه ده، بلکې دغه هیواد یو نظر پر سعودي او بل نظر پر امریکا دی؛ ځکه چې امریکا د اسراییلو ملاتړ کوي، د پاکستان بهرنی سیاست په اوس وخت کې داسي کسان پر مخ بیايي چې له یوه اړخه خپله پاکستان کې دومره سیاسي اثر و رسوخ نه لري، او له بله اړخه خپل سیاسي راتلونکی د امریکا په خوشالۍ کې ویني، او له بله اړخه د نواز شریف عمومي تګلاره چې د سعودي د بهرني سیاست پر مدار چلیږي، نواز شریف نه غواړي چې داسي موقف ونیسي چې د سعودي له بهرني سیاست سره ټکر ولري؛ ځکه چې د دغه هیواد ډېرې اقتصادي او مالي مرستې د همدې سعودي او ملک عبد الله له خوا نه کیږي.

بل خوا پاکستان چې تر یو ملیون زیات قبایل یې هجرت ته اړ کړي، او د جنوبي وزیرستان بشپړ کلي او بازارونه یې وران کړې، هیڅ کله نه غواړې چې د اسراییلو په غندنه کې ځان له دې خطر سره مخ کړي، چې سبا دوی ته هم ګوته ونیول شي چې تاسو خو هم د غزې په څېر په مسلمانانو د روژې په میاشت کې عملیات پیل کړی وو، هغوی مو تر اسراییلو هم په وحشیانه توګه ووژل او له خپلو کلیو او کورونو نه مو بې کوره کړل، پاکستان ښه پوهیږي چې تر اوسه د دغه هیواد جرایم په قبایلي سیمو کې پټ دي، نو هغه یوازي او یوازې د همدې غربي میډیا په مهربانۍ دي، د کوم اکثریت واکداران چې یهودان او یا د هغوی په مدار کې څرخېدونکي دي، نو ځکه نه غواړې چې د هغوی توجه ځان ته واړوي، او هغه ظلم چې دوی اوس په وزیرستان او قبایلي سیمو کې روان کړی، نړۍ ته رسوا کړي.

مصر هم یو له هغو هیوادونو څخه دی، چې اوسنۍ واکمنه اداره يې د سعودي پاچا عبد الله په مالي لګښت او برتانیې په فکر جوړه شوې، روزل شوې او د همدې اسلام او مسلمانانو او په خاصه توګه په فلسطین کې د غزې د مسلمانانو د لا کمزوري کولو او وژلو په موخه جوړه شوې. دا مهال خپل ور سپارل شوې دنده په پوره کامیابي سره پر مخ بیايي، له کله نه چې د پخواني دیکتاتور حسني مبارک په خلاف د مصریانو تاریخي انقلاب او د هغوی تاریخي انتخاب د کتور مرسي د یوې خونړۍ کودتا له له لارې له واکه لیري شوی، له هغه راهیسي د غزې د خلکو د ژوند یوازینی امید او غزې د نوري نړی سره د ربط یوازینی حدود تړل شوي، چې د معبر رفح په نامه یادیږي.

نه یوازي دغه حدودي لاره تړل شوې بلکې د دې لاري سره په څنګ کې چې فلسطینیانو کوم تونلونه ایستلي وه، هغه یې هم ټول تخریب کړي او له منځ وړي دي.

د پخواني واکمن حسني مبارک له خوا چې پوره څلویښت کاله د غزې مسلمانان په کلابندۍ کې پاته شول، نو هغوی له مجبوریته په ځمکه کې څو څو کلیومتره تونلونه وایستل، او له هغه لاري به یې غزې ته خوراکي توکي، دوایاني او خپل د ورځني ضرورتونو توکي انتقالول چې د مرسي د واکمنۍ په وخت کې ضرورت په نیشت شو، او د غزې اوسیدونکو له همدې کبله په مصر د اخوان المسلمین په حکومت تر مصریانو زیات خوشحاله وه، خو دا خوشحالي يې د سعودي او انګریزانو په شمول د اسراییلو او امریکا ته ګټور نه و، او له همدې وجي يې د مرسي په ضد خپل ټول وسایل او پلانونه په کار واچول، او اخیر کار په کي کامیابه هم شول.

د مصر نوي حکومت د حدودي لاري تړلو تر څنګ لومړی دا کار وکړ چې دغه اکثره تونلونه یې له منځه یوړل، د تیلو او پټرولو هغه ټول ذخایر یې تخریب کړل چې فلسطینیانو د مصر په ځمکه کې د غزې لپاره جوړ کړي ول، او له هغه ځایه یې غزې ته تیل رسول، او په هغه سربیره یې د غزې واکمنه ډله حماس یې په خپل تور لیست کې شامل کړل، او د هغوی سره یې هر رنګه تماس او مالي مرسته په خپل هیواد کې تحریم کړه، او د غزې مسلمانان یې ټول په دې تور پړه وبلل چې هغوی ولي د حماس په ضد پاڅون نه کوي، او ولي هغوی له واکه نه لیري کوي، او په همدې وجه یې په هغوی حدود را سخت کړي، او سخت چلند ورسره کوي، تر څو یا د حماس ډلي په خلاف پاڅون وکړي، او یا هم د اسراییلو بمباریو او لوږي ته ځان ټینګ کړي، چې اوس همدا ورسره روان دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د