افغانستان

کورنیو چارو وزارت: د اسلام په چوکاټ کې د بیان آزادۍ څخه ملاتړ کوو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي وايي، د اسلام په چوکاټ کې د بیان له آزادۍ څخه ملاتړ کوي او هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې د رسنیو غږ خپ کړي.

نوموړي دا څرګندونې نن د دوشنبې په ورځ د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر کې د پولیسو د راډیو د فعالیت د بیا پیل په مناسبت د رسنیو د ملاتړ یو شمېر ادارو او خبریالانو سره د ګډې غونډې په ترڅ کې کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستي له رسنیو وغوښتل چې د اسلامي او ملي ګټو په چوکاټ کې خپل فعالیتونه تنظیم کړي.

په دغه ناسته کې د رسنیو د ملاتړو بنسټونو مسئولانو او خبریالانو د اسلامي امارت له مسئولینو څخه وغوښتل چې د رسنیو د آزادۍ لپاره باید څرګنده تګلاره جوړه کړي.

له خبریالانو څخه ددفاع کمیټې مشر عبدالمعید هاشمي داسې وویل: «د رسنیو لپاره باید یو قانون جوړ شي، ترڅو د هغه د اصولو په رڼا کې خبریالان له اسلامي امارت سره په ګډه خپلې چارې پرمخ بوزي.»

د پولیسو راډیو چې له تیرو درې میاشتو راهیسې له فعالیت څخه بنده شوې وه، اوس بیرته د اسلامي امارت د مسئولینو لخوا فعاله کړل شوه او په پخوانۍ فریکوینسي یې خپرونې پیل کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت له هېوادوالو څخه غوښتنه کوي ترڅو خپلې ستونزې د همدې رادیو له لارې نوموړي وزارت سره شریکې کړي.

باید وویل شي چې د نوي افغان حکومت چارواکي او مسئولین ګام په ګام د دولتي ادارو او دوائرو په بیا فعالولو بوخت دي او کابو هره ورځ د دولتي اداراتو او خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو ادارو څخه د بیا فعالیت راپورونه ورکول کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Sayed

د الله تعالی نېکبخته ((د اسلام په چوکاټ)) ښه پلمه مو پيدا کړې ده. د ((اباد)) وروستاړی مو ترې حذف کړی او ((اسلام)) مو پرېښی دی، خو داسې په زغرده يې ووايه چې د اسلام په ځای ((د اسلام اباد)) په چوکاټ کې يا په بله مانا د ISI د لارښوونو په چوکاټ کې ورته اجازه ورکوو.

غ.حضرت

*****ایډيټ********* دروغ مه وایه.

عبدالرقیب

تر څو چي په نافذه اساسي قانون کي د سیاسي فعالیتونو اجازه او تضمین موجود نه وي او وزارت داخله، اطلاعات و فرهنګ او نورو اړوندو وزارتونو د سیاسي فعالیتونو لپاره تګلاري او کړنلاري نه وي مشخصي کړي. د دولتي ادارو لخوا ولسي نظر د منلو پروسیجر نه وي واضح سوی، د بیان ازادي موږ څه په وکړو؟ په ….یې ومنډو

طوطی

بهترینه لار ده چی هر څه د اسلام چوکاټ حواله شی لکه د ښځو کار کول د اسلام په چوکاټ کړی، د نجونو مکتبونه د اسلام په چوکاټ کی. کار اهل کار ته سپارل دا څنګه: هر څه نو د اسلام په چوکاټ کی نکیږی، مونږه حکومت په زور نیولی باید چی خپل ملایان په غټو چوکیو کی وګمارو بالخصوص حقانیان چی ښه خدمت آی اس آی ته هم کولی شی.

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx