ورزش

هند د نیوزیلاند پر وړاندې افغانستان ته د بریا دعا غواړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۰ل): هند کرکټ لوبډلې په شل اوریز نړیوال جام کې په حیرانونکي توګه لومړی د پاکستان او بیا د نیوزیلاند پر وړاندې په ستر توپیر ماتې ومنله چې په نړیواله کچه یې یو شمېر بحثونه رامنځته کړي دي.

اوسمهال په نړیوال جام کې هند لوبډله په خپل ګروپ کې د دوه ماتو سره په پنځم نمبر ده چې له نړیوال جام څخه د بهر کېدلو په درشل کې ده.

هند لوبډله په داسې حال کې قرار لري چې د نورو لوبو پایلې ددوی برخلیک ټاکلی شي، ددې لپاره دوی دعا کوي چې افغانستان لوبډله نیوزیلاند ته ماتې ورکړي.

نیوزیلاند هغه لوبډله ده چې تېره ورځ یې هندوستان لوبډله د ۱۱۱ منډو په جوړولو وسوځوله او د ۸ ویکټو په توپیر یې بریا خپله کړه.

د هند پخوانی غوره توپ وهونکی سنیل ګواسکر د پرلپسې دوه ماتو وروسته پر هند لوبډله نېوکه کړي، چې ددوی د ۱۱ لوبغاړو لوبېدل په سمه طریقه نه کیږي، همدا لامل دی چې له سختو ماتو سره مخ کیږي.

نوموړي زیاته کړې، «موږ اوس دعا کوو چې افغانستان لوبډله نیوزیلاند ته په ستر توپیر ماتې ورکړي، خو لکه څرنګه چې نیوزیلاند لوبیږي افغانستان ته ستونزمنه ده چې ماتې ورکړي».

بل لوري ته د هند پخواني سوکه توپ اچونکي هربجن سینګ ویلي چې «یوازې د لوبغاړو انتخاب نه، بلکې د خرابو شاټونو وهلو له کبله له ماتې سره مخ شو».

باید وویل شي چې هند لوبډله نیمه پایلوبې ته د لار موندنې لپاره باید لومړی خپلې پاتې درې لوبې وګټي، او بیا د نورو لوبډلو پایلو ته په تمه شي چې ددوی په ګټه تمامې شي، خو بیا به هم خپل نیټ رن ریټ ګوري چې له نیوزیلاند او افغانستان پورته وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواسع

دهندوانوبه څه دعا وی اوس به غواګانوته په سجدوپراته وی، چی اوله لوبه یی بایلله نوپه مسلمان لوبغاړی یی ټوله پړه ورواچوله ته به وایی چی نورویی ښه اتلولی کړی وه.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx