افغانستانملټي میډیا

الهجره سټودیو د افغان ځانګړو ځواکونو تازه انځورونه نشر کړي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۱۰ لړم، ۱۴۰۰ل): د الهجره سټودیو چې تازه یې په افغانستان کې د الهجره رادیو تلویزون په نوم خپرونې پیل کړي دي د افغان ځانګړو امنیتي او دفاعي ځواکونو انځورونه پر ټویټر نشر کړي دي.

دغه ځانګړي ځواکونه چې «فاتح ځواک» په نوم مشهور دي، د امریکايي اشغال مقابل کې تر ټولو پيچلي او سخت سرتیري بریدونه کول.

د «فاتح ځواک» سربېره «بدري  ۳۱۳ قطعه» د کابل هوایي ډګر سربېره د مهمو دولتي او امنیتي تاسیساتو ساتنه پر غاړه لري او په مجهزو وسلو  سنبال دي.

نوي افغان حکومت ژمنه کړې چې ډېر ژر به په افغانستان کې یو ملي او اسلامی اردو جوړه کړي چې د افغانستان له سرحداتو به دفاع او په داخل کې به امنیت تضمینوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد صالح

دا عسکر د کومي پروسې د لاري جزبیږي.قومي او جغرافیایي سهمیه په نظر کي نیول سوې ده او که د تیر رژیم په څیر ۸۰ و ۹۰ فیصده یې د افغانستان د شمال شرقي ربعي د ورکوټو ولایاتو څخه راټولیږي

عظیمی

ته خارج خپله خيټه ډکه وه اوبس. هر وخت که افغانستان ته ولاړى او خدمت ته دى ملا وتړله بيا دا پوښتنى وکړه. اوس به خامخا هغه خلګ چه اوسنى نظام ته وفادار دى ددى صفوفو په منځ کى ليدل کيږى.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx