
د ایراني عسکرو لخوا افغان موټر چلوونکي سره ناسم چلند ته د سرحدي ځواکونو چټک غبرګون
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو وروسته له هغه د ایراني عسکرو په مقابل کې توند غبرګون ښکاره کړی، کله چې ایراني عسکرو یو افغان موټر چلوونکي سره له سپکاوي ډک چلند وکړ.
سپوتنیک خبري آژانس د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې دا پېښه تیره ورځ د نیمروز ولایت په سرحدي سیمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچینو په حواله وروسته له هغه چې ایراني عسکر یو افغان موټر چلوونکي ته سپکاوی کوي، په سرحد ولاړ طالبان ایراني عسکر پسې اخلي او تر ۳۰۰ مترو پورې یې د ایران په خاوره کې ځغلوي.
سرچینې زیاته کړې طالب ځواکونه په داسې حال کې چې ګوته په ماشه وو، د ایراني عسکرو لخوا د بښنې غوښتلو وروسته بیرته د افغانستان خاورې ته راګرځېدلي دي.
تراوسه ددې پېښې په هکله افغان او ایراني چارواکو رسما څه ویلي نه دي.
باید وویل شي چې د اسلامي امارت سرحدي ځواکونو تردې وړاندې هم څو ځله د ایران او پاکستان سرحدي عسکر له افغان مسافرو او موټر چلوونکو سره له ناسم چلند څخه رامنع کړي، چې ځینې وختونه یې په غبرګون کې یادو هېوادونو سره سرحدونه هم تړلي دي.
ماشاالله. الله سبحان وتعالى مو کامياب لره.
بارک الله ماشاء الله الله مو حفاظت وکړه
زمونږ فاتح ځواک دې زنده باد وي ژوند ژوند ژوند ویاړمن ځواک توریالۍ غبرګون .
ایرانیانو د مونږ فاتح ځواک ته د ګوډاګي غني په سترګه مه ګوری ، دا هغه دشاه محمود هوتک لمسي دي تاسو ته به یې تاریخ یاد وي که نه . که مو هغه تاریخ دې ورستیو هېر کړی وي یو ځلې بیا یې وګوری .
سپین بولدک کی دا پرون نه ابله ورځ څلور کسه تر پښو لاندی مړ شوی دی چی زنانه او ماشومان هم پکی وو. وجه یی پاکستان یا پاکستانی عسکر دی. تر مخ مو اغزن تار نصف کوی، په کنړونو راکټونه وروی کاش چی دومره زور مو درلودای. مبین خو د زور خبری کوی د څه شی زور؟