fbpx

پنجاب کې خور او ورور واده کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان په پنجاب ایالت کې خور او ورور له یوه بل سره واده کړی دی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو په اساس دغه خور او ورور چې کله ځايي نوم نهاد مُلا ته ورغلل نو ملا د دوی دواړو نکاح هم تړلې.

دا لا مالومه نه ده چې دغه نوم نهاد ملا په کوم دلیل د دغه خور او ورور نکاح تړلې ده.

راپور کاږي چې د نکاح لوستلو وروسته دغو دواړو د واده جامې هم اغوستې وې.

پاکستانۍ رسنۍ لیکي چې د دغو خور او ورور د واده کولو وروسته چې کله پلار خبر شو نو له خفګانه يې سر په دیوال وهلی او پولیسو سره یې په دوی دوسیه ثبت کړې.

دوی د پنجاب ایالت د جهلم د کوټ پهپره نومې سیمه کې اوسیږي او اوس له سیمې تښتیدلي چې لټون یې روان دی.

پنجاب کې دغه ډول نادرې پېښې نور معمول شوي دي، څه موده مخکې په پنجاب ایالت کې پولیسو یو تن ونیولو چې قبرونه یې سپړل او د ښځينه مړو سره یې جنسي تېری کولو.

همدا راز په ۵ کلنو او ۶ کلنو ماشومانو هم د جنسي تيریو ډیرې پېښې د پولیسو سره خورا زیاتې ثبتیږي.

شننونکي د دغو ډول پېښو لامل د ځايي خلکو د دین څخه لرې والی ښيي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د