افغانستاناقتصاد

د پوهنتون له  استادۍ تر ورځ مزدورۍ

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۰ل):  رویټرز خبري اژانس د پوهنتون د هغه استاد چې د معاشاتو د نه اجرا له کبله یې ورځ مزدورۍ  باندې پیل کړی دی یو تفصیلي راپور خپور کړی دی.

خلیل الله توحیدیار د پروان پوهنتون د انګلیسي ديپارتمنت استاد دی. هغه یو له هغه افغان استادانو او د منځنۍ تعلیم یافته طبقې له خلکو څخه دی چې بې وزلۍ او اقتصادي وضعیت ترې لاره ورکه کړې ده.

توحیدیار څه موده وړاندې پر فیسبوک ولیکل چې معاش يې نشته دی، څوک قرض نه ورکوي ځکه یې نور په ورځينۍ مزدورۍ باندې پیل کړی دی.

هغه رویټرز ته ویلي چې له مزدورۍ پرته بل هيڅ انتخاب نه لري ځکه د تېرو درې میاشتو راهیسې يې معاش نه دی اخیستی.

د توحیدیار په وینا دده کیسه د ټولو تعلیم یافته افغانانو کیسه ده.

توحیدیار په داسې حال کې له بې وزلۍ او خراب اقتصادي وضعیت څخه شکایت کوي چې امریکا او نړیوالې ټولنې په افغانستان اقتصادي بندیزونه وضع کړي او امریکا په ځانګړي ډول د افغانستان میلیاردونه ډالر شتمنۍ کنګل کړي دي.

د کیر مؤسسې مشر رویټرز ته ویلي چې خراب اقتصادي وضعیت  ډاکتران، استادان او قاضیان مجبور کړي دي چې دکاندارۍ، ټاکسيواني یا ورځ مزدورۍ ته مخه کړي.

د ملګرو ملتونو په یوه راپور کې تېره میاشت ویلي وو چې افغانستان ۹۷ سلنه خلک به د ۲۰۲۲ کال منځ پورې د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.

توحیدیار له هنده ماستري لري او په مالیزیا او سري لنکا کې يې کورسونه هم ویلي دي خو؛ حاضره د ډوډۍ موندلو لپاره مزدوري کوي. توحیدیار په داسې حال کې د پوهنتون حاضري هم ورکوي چې لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو د خلاصولو لپاره د نیږدې درې میاشتو په تېریدو هيڅ برنامه نه ده جوړه کړې.

توحیدیار وايي چې ۱۷ کسیزه کورنۍ دده په معاش باندې تکیه ده او معاش يې دومره و چې محض د کورنۍ ضرورتونه یې پرې رفع کول، خو چې معاش یې بند شو له ملګرو او خپلوانو یې قرض واخیست چې هغه پيسې هم څو اونیو کې ختمې شوې.

توحیدیار په وینا  «داسې یو حالت مو پر کور راغلی چې ډوډۍ مو نه لرله نو وريژې مو پخولې خو وروسته وريژې هم ختمې شوې».

هغه وايي چې په ټولنیزو رسنیو کې دده خپور شوی عکس د ده یو ملګري هغه مهال اخیستی دی چې د یوې ودانۍ جوړیدو لپاره یې مواد پر شا وړل.

سیدبشیرعالمي هم د پروان پوهنتون کې د انګلیسي ديپارتمنت استاد او آمر دی، هغه د تېرو څو اونیو راهیسې ټاکسي چلوي.

عالمي وايي چې له ټاکسي چلولو پرته بله هيڅ لاره نه لري او دا لاره هم ممکن بنده شي، ځکه د تیلو نرخونه ورځ تر بلې لوړیږي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالله مجید وردک

تر ناکامورا غشتلی نه یی ، نه دانا ، باید مخکی مو هم د حلال رزق گتلو سره دمره حمت درلودای ، چا چی د روسی ژبی زده کری کری وی هم پر دی حال دی ، او د وطن هر با ناموسه دا سختی په کلونو گاللی ،صبر لره او استقامت ، دا وخت هم تیریگی ان شاءالله !

احمد

د لوړو زده کړو وزیر بې کفایته دی اهل کار ندی . دپوهنتون دروازه یې په دې دریو میاشتو کې بنده ساتلې اجرات نشي کوی ، د انډیوالیزم خصلت یې ډیر قوی دی ،ملت ترې ګیلمن شو ، د نوموړی وزیر په آند چې په سر او مخ څادر راغوړول ده ته د تقوا نښه ښکاري . خو دی دې خپل اجتهاد کې تېروتئ ځکه ده ، چې تقوا هغه څه ته ویل کیږي چې په ناوړه عمل سړی قادرشي او دالله د ویرې نه ځان ترې بچ کړي .دا به تقوا وي . په کومو ریاستونو چې ده کسان… نور لوستل »

طوطی

طالبانو ته جایزه ده چی له خپلو خرو لږ راښکته شی داسی کارونه وکړی چی زر تر زره کنګل شوی پیسې خوشی شی او دنیاوال یی په رسمیت وپیژنی. کار اهل کار ته وسپاری. اوس تاسی فکر وکړی وحیدیار چی د پوهنتون استاد پاتی شوی او ماستری هم لری دا باید د لوړو تحصیلاتو وزیر ټاکل شوی وای یا مولوی صیب حقانی چی په خبرو هم نه پوهیږی؟

(مونږه حکومت په زوره ګټلی او هر څه چی وغواړو همسی کوو)، نو څنګه به بیا تاسی په رسمیت وپیژندل شی؟

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx