نظــر

زموږ مشر نه معلومیږي چې دا ولې؟

ابو نقیب ثنايي

ذهن ته مې شل خبرې راشي

هغه دی راغی نور ملګري هم ورسره دي، ماته داسې ښکاري چې اوس یې فرصت پيدا کړی
موږ پسې راغلی دی.

هسې مې بې ځایه اندیښنې کولې چې دا ځينو مشرانو ولې کشران مجاهدین هېر کړي
درځه لږ ته هم احتراما لارې ته ورنږدې شه.

اوهو دا شاو مخې ته ایلکسوزریوو کې ملګري خو ټول نوي نابلد ښکاري.

هغه د تېر شل کلن جهاد او سنګر مجاهدین
خو یو هم پکې نشته؟

دا ولې تیر شو؟
ای مشره ودریږه؟
مشره وه مشره ای ملګريه دا زموږ
د شل کلن جهاد امیر و؟

موږ یې تر قیادت لاندې اورونو ته دانګل مشره؟
خیر ده یوه لحظه موټر ودروه؟

تاته وایم مشره ته دا شیشه ټيټه کړه؟

ماته وګوره ما پېژنې؟

زه یم ( ثنايي ) څنګه مې نه پيژني؟

هغه چې ډير کشر وم تاسو به بازارو ته د معلوماتو لپاره لیږلم ورسته په 1384کال کې ستاسو سره د جهاد عملي میدان ته راووتم تا پخپل لاس چانټه راوتړله ټوپک دې
راکړ یوه لحظه دې نصیحت وکړ.

مشره!
له هغې ورځې د کابل تر فتحې وجنګیدم، اسیر شوم، زخمي شوم، مهاجر شوم، په کور مې چاپې ولویدې، کور مې ړنګ شو، بې سیاله وم در په در ومه، کلي کې مې د شپې ځای نه و، ترهګر یادیدم
خو دا هرڅه مو ستا تر قومندې لاندې د اسلام د مبین دین او الله ج د رضا او لقاء لپاره په ځان وګالل.

مشره!
ما پسې د مورکۍ ویښې شپې د پلار پرې پرې شونډې، د وروڼو، خویندو نارې، د بچیانو او بي بي پټې ژړاوې او دردمنې سلګۍ!

مشره!
په څومره ترینګلو سختو حالاتو کې ستاسو د امر مطابق د دښمن په مورچلو لکه بازان ورختلو،
تر ورستۍ ورځې(فتحې) مو سپيڅلی مقاومت او رښتينې مبارزه وکړه او ان تر اخري سلګۍ به د دین د دفاع او هیواد ساتنې په پار رښتونې دنده په مخ وړو.

مشره!
کیدای شي اوس دې پيژندلی یم؟
هغه شپه دریاد کړه، چې سخت ژمی و، ډيره واوره پرته وه، شپه بې اندازې سړه وه، زه بعد له دریو میاشتو یوه شپه، کور ته د حال اخستلو لپاره راغلی وم.

له خپلې مورکۍ بابک کړیدلو بچو او کورنۍ سره
مو یوه شپه د سکون ساء اخیسته، خو د تقدیر فیصلې بل ډول وې.

بعد له وختو یې زموږ هغه لیده کاته له کورنۍ سره هغه یوه شپه خوشحالي له بچو سره د ناز خندا ونه لوریده او د شپې 2 بجې مي امریکایي اشغالګر او ورسره يې ملګري زما سر ته ودریدل په کور مو درنه او سخته چاپه ولویده په کلي مو د غم غدۍ پریوته.

مشره کیدای شي چا درته د هغې وحشتناکې شپې غربي چاپې د ظلم ستم او بربریت کیسه کړي وي.

مشره!
خبر شوی به یې چي قبله ګاه صاحب او وروڼه مې بند په بند تړلي په سړه شپه پړمخې تر سهاره په واوره پراته وو.

مشره!
تر ټولو درناکه صحنه خو دا وه چې 12 وحشي امریکان زما کوټې ته په ډير وحشت راننوتل د ټالب ټالب نارې يي وهلې.

زما مورکۍ چې غوښتل یې له ما نه امریکایي عسکر وشړي امریکایي عسکر څټ کې ونیوله او شاته یې ورکش کړه.

خوږه مورکۍ مې له وارخطايي ورته وایي وای قرآن ومنه زمابچی پريږده.
خو خبره نه وه چی هغه کفار دي او د همدغه قرآن ازلي دښمنان دي.

زما یې لاسونه، سترګې، پښې، راوتړل په خوله یې پلستر راولګول.

څلورو امریکایانو راباندې سخت وهل شروع کړل، دا چې خوله مې پلستر وه بې اختیاره پرې الحمدالله جاري شوه.

دې وخت کې مې وحشي یرغلګرو مور په لغته ووهله یو غږ مې واوریده زویه۔۔۔

چې ومې کتل مور مې زما پښو ته پړمخې په ځمکه لویدلې، نور په ځان نه یم پوهیدلی…..

مشره!
کله چي سهار په هوش کې راغلم پي ار ټي کې
مې څنګ ته ګران قبله ګاهصاحب هم بند په بند تړلی ناست و.

د دواړو په سر هغه د وحشت او ستم تورې خولۍ کش وې.

د ځان او والد صیب دوه نیم کاله سخت زندان
دومره نه یم کړولی لکه د ګراني او پتمنې مورکۍ هغه دردناکې صحنې.

د مورنۍ مینې په خاطر به مې تر اخري سلګۍ
هغه غږ په غوږو کي وي!!!
زویه زویه زویه۔۔۔

مشره!
خیر دی خفه نشې، ستا وخت مې بې ځایه ضایع کړ، منم تاته به دفتر کې ډير کسان انتظار وي
هغوی به هم دردونه راوړي وي.

په هغوی به هم ډول ډول ظلمونه شوي وي،
د همدې دردمن ولس لاس ستاسو ګریوان ده ګوره.

مشره!
بښنه غواړم؟
زه اوس لکه لیونی داسې چې هغه دردناکې کیسي د غم فراق او جدایي وختونه رایاد کړم ذهن مې کار پریږدي.
دا خو مې د تېر شل کلن دور د غم یوه وړه بیلګه
درته بیان کړه.

مشره!
زه هیڅ شی نه غواړم، ما هرڅه د رب المنان جل جلاله د لقاء او رضا لپاره کړي او کوم یې…
خو ګوره مشره درې خبرې مې ښي یاد ولره، یو د شهیدانو کورو ته ورځه هغه یاد ساته!
بل د یتیمانو سالمه دیني روزنه او پالنه کوه!
دريم دا چې د تېر شل کلن جهاد کشران ملګري مه هیروه!!!

پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ابو عافيه پکتيکا

ښکلي دي

طوطی

مشر به د چکلاک په جومات کی چیری مراقبه وی او یا به په ابدی اعتکاف کی وی څی کوې هغه به هم لکه ریس الوزا بی خولې او بی ژبی وی.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx