افغانستان

کابل: داعشي فتنه ګرو د سردارد محمد داوود خان په روغتون برید کړی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۰ل):  د پلازمېنې کابل په سردار محمد داوود خان روغتون باندې داعشي فتنه ګرو برید کړی دی.

د افغان حکومت ویاند بلال کریمي د وزیراکبر خان په سیمه کې د د دوه چاودنو پخلی کړی دی خو د تلفاتو په اړه یې جزییات نه دي ورکړی.

عیني شاهدانو باخترخبري اژانس ته ویلي چې داعشیان تر چاودنې وروسته روغتون ته ننوتي او د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې دي.

د لوی درستیز د صحي قومندانۍ ډاکتر طاهر هم نن ټکی اسیا ته د برید پخلی کړی دی او په وینا یې روغتون ته داعشیان د ننوتلو په هڅه کې دي.

تر دې دمه د پېښې د تلفاتو په اړه دقیق معلومات نشته دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خوګياڼي

د افغانستان اسلامي امارت دغه شان بريدونه نه يوازې د داعش سره بلکې د فسادى شورا نظار سقاوي او شمالي ټلوالې د پرديپاله جاسوسانو په شمول تر سره کيږى. او د بهرنیو استخباراتي کړیو په مرسته دا بريدونه ترسره کيږى په هکله پلټنه وکړي.

عبدالرقیب

دا تکتیک په هندوستان، پاکستان او بنګله دیش کي ډیر زوړ دی چي کله غلو به د کومي بنګلې د چورلو پلان جوړ کړ نو خپل خلګ به یې د چوکیدارانو او مزدورانو په توګه پکښي استخدام کړل. بیا به یې هغه کور ښه په سهولت سره چور کړ. اوس هم دا چاودنه هغو کړې ده چي په واسطه یې زموږ وزیر دفاع صیب او وزیر داخله صیب مقرر سوي دي. داعش ماعش هیڅ شی نسته. په تیر نظام کي هم د آی ایس آی جاسوسانو د خپل بادار د غیر قانوني کړنو لپاره د داعش په نامه د لنډغرو… نور لوستل »

طوطی

په اوسنی شرایطو کی نباید داعشیان یا د نورو کړیو ملاتړ وشی ځکه چی کومه ګټه نلری بیغیره له بدبختیو. خو د بریدو سره باید طالبان د خلکو له زړو راشی هغه وخت چی دوی همداسی ځانوژونکی حملی د کابل پر خلکو کولی.

معلومداره خبره ده چی دا حملی که د داعش په نوم وی او یاد کوم بل چا صرف د حکومت د ضعیفه کولو لپاره او په خلکو کی د ویری او ګډوډی په خاطر کیږی دا نه کوم جهاد دی او نه کومه فتحه او روا جنګ.

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx