روغتیا

د پاکستان لاهور د نړۍ تر ټولو ککړ ښار ګڼل شوی

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د هوا کیفیت شاخص (AQI) پرون د دوشنبې په ورځ د پاکستان په لاهور ښار کې د ورځې په اوږدو کې ۲۸۹ ته ورسېد چې دا ښار د نړۍ تر ټولو ککړو ښارونو په لیست کې راغلی دی.

د پاکستاني (د نیوز) ورځپاڼې د راپور له مخې، د لاهور ښار په لوګي کې پټ دی چې د خلکو لپاره یې جدي روغتیایي ستونزې راپيدا کړي دي.

راپور زیاتوي چې په صنعتي سیمو کې چیرته چې د غیر معیاري تېلو او موادو لکه ربړي ټيرونه، وسپنې، پلاستیک او دېته ورته مواد کارول کیږي، دغه کچه له ۵۰۰ څخه پورته ریکاډ شوې ده، په داسې حال کې چې د رایونډ شنه سیمه کې هم دغه کچه ۴۰۳ ثبت شوې ده.

دغه ورځپاڼه زیاتوي چې په ښار کې د لوګي لرونکي موټرو پر ضد نیمچه کمپاین پېل شوی او په دې تړاو له ځانګړو کار اخیستل کیږي، خو لا یې هم کومه مثبته پایله نه ده ورکړې.

د پنجاب ایالت صنعتي ښار هر کال د نړۍ یو له ککړو ښارونو شمېرل کیږي، په دغه لیست کې د هند دهلي، د بنګلادیش ډهاکه او د افغانستان پلازمینه کابل هم په لومړيو ککړو ښارونو کې راځي.

د هوا ککړتیا په اړه د امریکا د AQI معیارونو سره سم د ۲۰۱ او ۳۰۰ ترمنځ د هوا ککړتیا کچه «غیر صحي» ګڼل کیږي او د بیړني روغتیایي حالت خبرداری باید صادر شي، ځکه چې د ښار ټول نفوس د اغیز کېدو احتمال زیاتیږي.

د لاهور ښار د چاپیریال یوه افسر علي اعجاز ادعا کړې چې له هند څخه د څیزونو سوځولو له کبله لاهور ته لوګی راځي، په داسې حال کې چې د دوشنبې په ورځ د هند په امرتسر کې د هوا ککړتیا ۱۸۹ او په لاهور کې ۲۸۹ وه، چې د هغه د بیان سره سمون نه خوري.

د چاپیریال ساتنې ریاست یوه چارواکي ادعا کړې چې «هغه څه چې د دوشنبې په ورځ په لاهور کې وو سموګ یا لوګی نه و بلکې خالصه ککړتیا وه».

د نوموړي په وینا، «لوګی هغه مهال رامنځته کیږي چې لوګی د دوړې سره یوځای شي، خو د دوشنبې په ورځ په لاهور ښار کې د رطوبت کچه ۶۰ سلنه وه چې په دې کې دوړې نه جوړیږي، او ددې ورځې په دوړو کې سترګو ته هیڅ سوزش نه دی محسوس شوی، چې له دې معلومیږي دا لوګی نه دی بلکې خالصه ککړتیا ده».

نوموړي دا هم وویل چې اوسمهال د هوا اړخ د هند خوا ته دی چې د هغې ځای ککړتیا نه راځي، کله چې د هوا اړخ بدل شي او د هند ککړتیا هم دیخوا راشي بیا به یقینا روغتیایي حالت د اندېښنې وړ وي.

د پاکستان حکومت په تېرو کلونو کې د هوا ککړتیا له منځه وړلو لپاره جدي لارښوونې کړي خو لا هم نه دي عملي شوي.

په لاهور ښار کې د لوګي ناڅاپي زیاتوالی د پاکستان چاپیریال ساتنې ادارې او ددې ریاست د فعالیتونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کړي، چې په دې تړاو د معیاري عملیاتي طرزالعملونو پلي کولو کې پاتې راغلې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx