
د اصغر افغان پرځای شرف الدين لوبډله کې شامل شو
نن ټکی اسيا (سه شنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان کرکټ بورډ د اصغر افغان پرځای له احتياطي لوبغاړو څخه شرف الدين اشرف غوره کړ او ۱۵ کسيزه لوبډله کې شامل شو.
د کرکټ نړيوالې شورا تخنيکي کميټې د اصغر افغان پرځای د شرف الدين اشرف د شاملولو غوښتنه منلې ده.
شرف الدين اشرف د افغانستان په استازيتوب د ۹ شل اوريزو سربېره ۲۶ نړيوالې لوبې ترسره کړي دي.
۲۶ کلن سوکه چپ لاسی توپ اچونکی کولی شي د مجيب د ناروغتيا په حال کې د هند پر وړاندې لوبډله کې شامل شي.
افغانستان لوبډله چې اوسمهال په خپل ګروپ کې په دوه برياو دوهم مقام لري، سبا د هند پر وړاندې مهمه سيالي کوي.
د يادونې ده چې د ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر اصغر افغان د شل اوريز نړيوال جام پرمهال له نړيوال کرکټ څخه استعفا وکړه.
Afghanistan have confirmed their replacement for Asghar Afghan at the #T20WorldCup https://t.co/5yVTWKspke
— T20 World Cup (@T20WorldCup) November 2, 2021