نظــر

باتور ملت نه غرقېږي او مضبوط هېواد نه نړېږي‎‎

عبدالوحيد “وحيد”

که موږ وېشلى او پاشلى ملت ولرو، مشران کله راته له ختيځ کله له لويديځ او کله هم له ګاونډ څخه راشغول کېږي، په موږ باندې حکومت کوي او د جيبونو له ډکولو وروسته يا هم له خطر سره د مخامخ کېدو پر مهال پښې سپکوي او که هېواد مو د ملوک الطوایفي په شان د زورواکو او جنګسالارانو په ولقه کې وي، نو بيا خو دغه ملت ته د باتور خطاب کول او دغه هېواد مضبوط ګڼل دروغ خبره ده.

البته که يو ځل ومنو چې دغه ملت باتور دى او دغه هېواد مضبوط دى، نو بيا د دغه باتور ملت د غرقېدو او د دغه مضبوط هېواد د نړېدو خبره افسانه ده، وهم دى، خيال دى، خوب دى او سراب دى. ځينې استخباراتي کړۍ هسې د ولس ذهنيت خرابوي، د دښمن په ژرنده باندې اوبه ورخوشې کوي او وارخطايي خپروي.

زه منم چې ستونزې شتون لري، د ناورين څرک لګيږي ولس اندېښنو کې ډوب دى او شونې ده چې موږ او هېواد مو له ننګونو سره مخ شو، د پياوړي ملت شجاعت همت او متانت له همدغه شان ننګونو او ګواښونو له ګرداب څخه په بريالۍ توګه له راوتلو وروسته تحقق مومي. که موږ د اوسنيو ننګونو مقابلې ته تيارى نلرو نو بيا باتور ملت نه يو.

ياد ولرئ چې په خپله د هېواد پريښودل او د تبلیغاتو په ډګر کې د هېواد مېشتو پرګنو ذهنيتونه خرابول، د خلکو وارخطا کول، وېره خپرول او د هيجانيت فضا ايجادول، د توپان د راتلو اوازې ګډول نه د شهامت نښه ده، نه ګټه لري او نه هم د کوم رنځ درملنه کوي.

راځئ خپل ولس د ستونزو ختمولو ته وهڅوو، له فردي سمون څخه پيل وکړو تر ټولنې پورې ځان ورسوو او د ټولنې سمون د هيواد د ژغورلو ضمانت ورکوي. هيڅ پردى زموږ د دردونو درملنه نه کوي. دلته ډير راغلل، خرابي يې وکړې، ژمنې يې وکړې، خلک يې ووژل، ستراتيژيک تړونونه يې لاسلیک کړل، خو کله چې دلته نور پاتې کېدل د هغوى ملي ګټو سره سمون نه خوړ، نو ټولې ژمنې يې شاته پريښودې، ټول تړونونه يې مات کړل او ووتل. مګر دا موږ يو چې چا په ګاونډيانو پورې د هيلو غوټۍ تړلې، چا شرق ته ځولۍ غوړولې وه او چا په غربي نړۍ کې سترګې خښې کړې وې او د نجات پرښتې يې ګڼلې.

دا سمه ده چې موږ د اقتصادي رکود په دروازه کې ولاړ يو، ولس مو اندېښنې لري، کار نشته روزګار نشته دولتي مامورینو ته معاشات نه ورکول کېږي انتقامي واقعات شتون لري، د چارواکو کورني اختلافات هيواد ته زيانونه راوړي، په حاکمه ډله کې له ننګونو سره د مقابلې کولو لپاره نه پلان شته او نه پياوړى عزم. د چارواکو د سياسي بصيرت او اړين ظرفیت په برخو کې د نيمګړتياو له امله رقيبان ګټه پورته کوي او هېواد مو منزوي شوى دى، خو ايا د توپان د راتلو هلاکت کندې ته د غورځيدو چيغې وهل به کومه بلا په مخ ووهي او د کوم رنځ درملنه به وکړي؟

د وارخطايي خپرولو پر ځاى په ولس کې له حالاتو سره د مقابلې وړتیا پيدا کولو تلقین به او له ناخوالو سره مخ کيدو هنر زده زړه کول او په چارواکو باندې د سياسي فشار راوړل ښه بديل دى. چارواکو ته د بدرد سپکو سپورو ويلو پر ځاى د درنښت او اخلاقي کوډونو په چوکاټ کې نقد او هڅونه ښه تګلاره ده.

زموږ بد بدنصيبي ده چې نه مو په جمهوریت او نه په امارت کې ښه ورځ وليده. په جمهوري سیاسي سیسټم کې حاکمه ډله له بهر څخه نه راشغول کيږي او نه هم توپکواکي د جمهوري نظام برخه ده، په جمهوریت کې زورواکي، د وزارتونو رياستونو سفارتونو او ولايتونو ويش اصلي موخه نه وي، خو زموږ په جمهوريت کې دغو ټولو ناخوالو شتون درلوده. جمهوريت کې خلک باید د قانون سره سم ملي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري چارې اداره کړي، د ټولنې بیلابیل سکتورونه باید په ملي سیاسي چارو کې مؤثره برخه واخلي او د دولت پریکړې باید منطقي، د هيواد او ولس په ګټو باندي متمرکزې وي، خو بدنصيبه خلکو جمهوريت هم د فساد غصب او واک ترمنځ وېشل شوى وو.

ولسواکي يا جمهوریت زينتي توکي نه دي چې د سینګار لپاره وکارول شي جمهوريت باید د هغو ستونزو د حل لپاره وکارول شي چې خلک یې حل کول غواړي. که د ولس په رايه باندې معامله کيږي، په امتیازاتو باندې وېش ګډېږي، نو بيا ولسواکي او جمهوریت له منځه ځي او سوچه دوکانداري يې ځاى نيسي.

په يوه هېواد کې د ولسواکۍ شتون یا نشتون پدې پورې اړه لري چې ایا خلک یې واقعاً د هیواد مالکین دي؟ ايا د خپل د راتلونکي په اړه پريکړې ولس کوي، که د پرديو لخوا تپل شوي هرڅه کوي او د خطر سره د مخامخ کېدو په مهال غورځي؟

که خلک یوازې د رایې ورکولو لپاره کارول کېږي او بيا د خلکو په رايو باندې سودا کيږي، که دوی ته د کمپاین پرمهال وعدې ورکول کېږي مګر له ټاکنو وروسته د ولس هيڅ ډول غږ نه اوريدل کيږي، که د ولس په وټونو باندې سودا کيږي، د يوه کور افراد ګڼ امتیازات اخلي خو ولس محروم وي، بيا نه جمهوريت شتون لري نه هم ولسواکي.

په هرحال ويښ قومونه پرزي خو پرېوتي نه پاتې کېږي ،ژوند د لوړو ژورو زحمتونو او هوساینې خوښيو او ماتمونو کږليچونو او کنډوونو مجموعه ده. ژوندي بلا په مخ وهي مخکې ځي، شاته د تلو او په نيمه لار کې د پاتې کېدو فکر هم نه کوي. که باتور ملت او مضبوط هېواد لرو نو د خپل همت شجاعت او پياوړې ارادې په مرسته به د ننګونو په وړاندي دريدو ته ملاتړو او د شته ګواښونو د مقابلې لپاره يو بل ته لاس ورکولو ملي يووالي مضبوطولو او د نفاق ختمولو لپاره به مبارزه کوو. بس همدغه زموږ د نجات لاره او همدغه تګلاره مو د بريا ضمانت راکوي.

په درنښت؛ عبدالوحيد وحيد، کابل افغانستان

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

نن خو په ننګرهار او کابل کی هغه څه نا څه ۱۰۰ کسه غرق شول دا چی ټول وږی او لوږی پسی راخیستی دا هم غرقیدلو څخه بدتره ده. باید یو سوچ ورته وشی شپه او ورځ باید هلی ځلی وکړی نه طالبان چی ټول. خلک په هیڅ صورت نغواړی چی دا وطن یو وار بیا دغلو او سارقینو لاس ته ورشی. لندغرو خپل امتحان ورکړی په والله چی انتخابات واقعی وشی بیا هم همدا سپګین او خرن طالب به یی ګټی بیغمه اوسی.

وحيد

مننه طوطي صاحب محترمه
زه هم د ستونځو به شتون باندې اعتراف کوم. په ليکنه کې مې صراحتا ويلي دي چې جدي ستونځې او سترې نيمګړتياوې شته مګر د وارخطايي ګډول چې هلئ توپان ټول يوسي وطن به ټوټې ټوټې شي په ناموسونو باندي به تيرى وشي وغيره داسې اوازې خپرول بده خبره ده

Abdul Majid

زه دوحيد صيب ليکني لولم ډيرپه وطن او ملت دردمند شخص ښکاري مونږيوبل نه پيژنو او نه مو ليدلي خو خداي شته چه ليکني يي دزړه په غوږو په لوستوارزي بايدوولوستل شي او چارواکي عمل پري وکړي که چارواکي داسي په وطن او ملت ميين خلک خپل مشاورين وټاکي دادچارواکو، وطن، او ملت په خيرده۰   

وحيد

محترم ورور عبدالماجد صاحب سلامونه نيکې هيلې او احترامات مې ومنئ
تاسو باور وکړئ چې زما هم د زړه له کومې راوزي او د هيواد په وړاندې د خپل مسئوليت ادا کولو هڅه کوم. الله مو ارام اباد خوشحاله او روغ رمټ لره

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx