دیني، سیرت او تاریخ

د قران مجيد تعريف، پیژندنه او واقعات!

مفتي محمد ناصر حقاني

قران د قرا يا د قر نه اخيستل شوي دي چې د بیا بیا لوستلو په معنی دی.
او په اصطلاح کې هغه کتاب دي چې د لوح محفوظ نه د جبرائيل عليه السلام په واسطه په محمد صلی الله عليه وسلم باندې د بشریت د لارښوونې او هدایت لپاره نازل شوی دی.

د قران کریم اصلي نوم (فرقان) ، لقب یې (مجید) او ژبه یا لهجه یې عربي ده.

د نازلیدو کال یې (611) میلادی د رمضان میاشت د قدر شپه او ځای یې مکه مکرمه او اول آیت یې د حراء په غار کې نازل شوی دی.

په مکه مکرمه کې په رسول اللهﷺ د قرآن د نازلیدو موده ۱۳ کاله او په مدینه کې د وحې موده ۱۰ کاله وه چې پر رسول اللهﷺ د وحې یا قرآن نازلیدو ټوله موده ۲۳ کاله وه.

د قرآن کریم د نازلیدو دوه دورې دي، مکي او مدني چې د مکې د دور څخه مراد د هجرت څخه مخکې زمانه او د مدني دور څخه مراد د هجرت څخه وروسته زمانه ده.

د وحي لیږونکي الله رب العزت او د وحې راوړونکې پرښته جبراییل (ع) او د وحې اخیستونکی محمد صلی الله علیه وسلم و.

د وحې د نازلیدو په اساس اول ايت ﴿ اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ ﴾ [سورة العلق] او آخر ايت چې نازل شوی:( الیوم اکملت لکم دینکم واتممت علیکم نعمتی) دی.

اول نازل شوی سورت، سورت مدثر او آخر نازل شوي سورت، سورت (نصر) ،او د قرآن کریم اوږد سورت سورت بقره او وړوکی سورت یې سورت (کوثر)، او د ډېر عظمت لرونکي آیتونه، یې د آیات الکرسي دی.

د قرانکریم مور سورت فاتحه، زړه یې سورت یاسین او د قران کریم ناوې سورت الرحمن دی.

قران کریم ټول یو جلد دي او (30) جزء او (114) سورتونه، او قرآن کریم ټولې (14) د تلاوت سجدي لري او د آیتونو شمېر یې (6236) په بل روایت (6666) او د رکوع شمېر یې (540) دی.

هغه سورة چې دوه ځله بسم الله لري سورت (نمل) او هغه سورت چې بسم الله نه لري سورة (توبه) او هغه سورة چې په ټولو آیتونو کې یې د اللهﷻ نوم راغلی (سورة مجادله) دی.

هغه آیتونه چې اسم اعظم په کې راغلی په (سورة آل عمران، سورت بقره او آیت الکرسي) او هغه سورت چې دوه د تلاوت سجدې لري سورت (حج) دی.

پنځه سورتونه چې شروع يې په ﴿ قُل ﴾ سره شوي دي، دا دي:
۱) سورة الجن ۲) سورة الکافرون
۳) سورة الاخلاص ۴) سورة الفلق
۵) سورة الناس چې د سورت اخلاص درې ځله لوستل د قران کریم د یو ځل ختمولو ثواب او حکم لري.

پنځه سورتونه د حیواناتو په نامه دي (1) فیل (2)عنکبوت (3)بقره (4)نمل (5)نحل دی.

قران کریم په دري برخو تقسیم شوی دی (1)د اللهﷻ وحدانیت (2) د پیغمبرانو کیسې (3) شرعي احکام.

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نوم څلور ځله په قران کریم کې راغلی دی.
او هغه چا چې د قرانکریم د راټولولو امر وکړ حضرت ابوبکر (رض) کوم چې د حضرت عمر (رض) په پیشنهاد یې قرآنکریم په پوستکو راجمع او د قران کریم په فعلي شکل یو ځای کوونکی حضرت عثمان ذی النورین دی.

په قرآن شريف کې د پنځو ملائکو نومونه راغلي دي:
۱ـ جبرائيل. ۲ـ مکائيل. ۳ـ مالک. ۴ـ هاروت. ۵ـ مارت.

لومړني حافظان د قرانکریم بي بي حفصه، بي بي عایشه او ام سلمه وې او مشهور قاري د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وخت کې (زید رض) او مشهور قاري د قرانکریم په( 20) قرن کې (شیخ عبدالباسط او عبدالصمد (رح) دی.

هغه پیغمبران چې په قران کریم کې ذکر شوي دي (25) دي چې حضرت سلیمان (ع) د حیواناتو په ژبه پوهېده او حضرت ابراهیم (ع) په ځوانۍ کې بتان مات کړل او
حضرت یونس (ع) څو ورځې د ماهي په نس یا ګیډه کې تیرې کړې.

د حضرت نوح (ع) قوم او د فرعون لښکر اللهﷻ په اوبو کې غرق کړل او هغه قومونه چې اللهﷻ د کاڼو باران پرې وکړ د لوط(ع) او د عاد قومونه وو.

لومړی قتل په ځمکه قابیل وکړ چې د کینې په خاطر یې خپل ورور هابیل وواژه او د انسان لومړی او لوی دښمن شيطان دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ماشاءالله ډیر ښه معلومات، ښایسته او ساده. د ماشومانو لپاره خورا د زده ګړی وړ او په زړه پوری معلومات دی چی د کور هر ماشوم یی باید له یاده زده کړی. د نورو معلوماتو په هیله.
کور آباد ځوی لوی. مننه

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx