افغانستان

د امریکا کانګریس خپلو زرو تنو افغان مزدورانو ته د ویزو ورکړه ومنله

نن ټکی آسیا(یکشنبه، زمري ۱۲مه، ۱۳۹۳): د امریکا کانګریس په افغانستان کې د دې هېواد له ځواکونو سره زرو تنو نورو افغان مزرداونو ته د وېزې د ورکړې هوکړه کړې ده.

د امریکا کانګریس منلې ده چې دوی به د دريو زرو تنو پرځای خپل څلور زره تنه افغان همکاران په امریکا کې ومني.
د امریکا د مشرانو جرګې غړيو جان مکین او جین شهین څو ورځې وړاندې دغه وړاندیز کړی و، چې د امریکا کانګریس دې خپل زرتنه نور افغان همکاران او مزدوران ومني.

د دې وکیلانو له خوا وړاندې شوې طرحه تېره چهارشنبه د امریکا د خلکو نماینده ګانو تصویب او سنا هم ورسره ومنله.
د دې پرېکړې په اساس به امریکا خپلو څلورو زرو افغان ملګرو ته چې د دوی له ځواکونو سره يې د ترجمانانو، ساتونکو او نورو په پوسټونو کې کار کاوه امریکا ته د تګ او هلته د اوسېدو زمینه برابره کړي.

ویل کېږي له بهرنیو ځواکونو سره افغان کارکوونکي په خپل هېواد کې خورا په اندېښنه کې دي او له خپلو امرو ځواکونو يې غوښتي چې د دوی په هېوادونو کې ورته پناه ورکړي.

تر دې وړاندې هم د المان دولت خپلو ځینو افغان کارکوونکو ته د ورتګ هوکړه وکړه او له نږدې څو میاشتو منډو ترړو وروسته له الماني ځواکونو سره همکارو افغانانو په هغه هېواد کې پناه واخیسته.

تر هغه وړاندې له بریتانیايي ځواکونو سره همکارو افغانانو هم په کابل کې پټ مخې مظاهره وکړه او غوښتنه يې کوله چې دوی دې ته دي په بریتانیا کې د ژوند کولو زمینه برابره شي.

د چارو د شنونکو له قوله په افغان امنیتي ځواکونو کې نفوذي بریدونه، له دې ځواکونو نه نږدې هره ورځ طالبانو ته تسلیمي، په مقابل کې د طالبانو د روحيې لوړېدل هغه څه دي چې له بهرنیو ځواکونو سره کارکوونکي دلته ځانونه خوندي نه ګڼي او پرلپسې غوښتنه کوي چې دوی دې له خپلو امرو ځواکونو سره د هغوی هېوادونو ته لاړ شي.

تر اوسه نه ده معلومه چې امریکا ته څلور زره تنه تلونکي افغانان به یواځې وي که يې د کورنیو د خوندیتوب هم څه زمینه برابره شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x