ټولنیزه برخه

فضا او د کائناتو وُسعت/ پنځمه برخه‎‎

سردار ناطق الحق (امین)

د ځمکې اتموسفير:
د ځمکې اتموسفير څلور طبقې لري؛ چې عبارت له:
تراپسفر (Troposphere)
استراتسفر (Stratosphere)
مزوسفر (Mesosphere)
ترموسفر (Thermosphere)
هره طبقه(په لاندې توګه) خپله مشخصه دنده مخته وړي:

1- تراپسفر (Troposphere)
د دغې لومړنۍ طبقې -چې د ځمکې خوا ته نږدې ده -ضخامت لس (10) کیلو متره دی.

ټول هوایي بدلونونه (لکه باران، واوره او ږلۍ) په همدغې طبقه کې رامنځته کیږي، همدا راز اکسیجن هم یوازې په همدې طبقه کې دی.

2- استراتسفر (Stratosphere)
د دغې طبقې ضخامت بیا شاوخوا پنځوس (50) کیلو متره دی.

دا طبقه د (مادون بنفش په نوم) مضرو لمریزو اشعاوو مخنیوی کوي، تر څو انسانانو او حیواناتو ته صدمې و نه رسوي.

مادون بنفش یو ډول لمريز زرات دي؛ چې که د انسانانو، یا حیواناتو پر پوست پرېوزي؛ نو پوست له ریښو څخه سوزوي؛ چې بیا هغه ځای پسې توریږي؛ دغه زرات څو نور ډولونه هم لري؛ چې په هغو کې، ځینې یې بې ضرره دي، بې ضررو ته بیا (استراتسفر Stratosphere، ځمکې ته د راکوزېدو) اجازه ورکوي.

3- مزوسفر (Mesosphere)
د دې طبقې ضخامت شاوخوا پنځه اتیا (85) کیلو متره ښودل شوی.
د دغې طبقې دنده دا ده چې: هغه سماوي ډبرین شهابونه- وسوزوي، کوم چې د ځمکې پر خوا را روان دي، که هر څومره غټ شهابي جِرم یا جسم د ځمکې پر خوا را هم شي، مزوسفر د دې وړتیا لري چې؛ هغه ته اور ورته او ټوټې یې کړي، په آخر کې یوازې د یوې مڼې په اندازه ځمکې ته را رسیږي، چې موږ او تاسو تندر یا الماسک ورته وایو! د قرآن کریم په سورة الملک کې داسې اشاره هم ورته شوې چې: (وجعلناها رجومالشیاطین…) که چېرې دغه طبقه نه وای، نو پر ځمکه به ژوند هم ناممکن و.

4- ترموسفر (Thermosphere)
د دې طبقې ضخامت شاوخوا شپږ سوه څلوېښت (640) کیلو متره ښودل شوی.
شفق هم په همدغې طبقه کې دی!
تاسو وګورئ! هره ورځ (خو چې صافه وي) سهار او ماښام د آسمان په ګنګرو کې سور او سپین شفق ښکاريږي! نو هغه په همدغې طبقه کې دی؛ چې بحث به یې په خپل ځای کې راشي ان شاءالله.

بین المللي ایستګاه هم په همدې طبقه کې ده او د څلور سوو (400) کیلومترو په لوړوالي سره د ځمکې پر شاوخوا ګرځي.
نور بیا…

ان شاءالله، دا لړۍ دوام لري.

فکر پکې وکړئ او فقط د الله پاک قدرتي عَظَمت او خصوصي مرحمت پکې ولټوئ.

نوټ:
که هر څوک پر فضايي سیر او سفر باندې یقین نه لري، هغه ته پکار ده چې؛ د سورة الرحمن 33 نمبر آیه مبارکه (له ترجمې او تفسیر سره) وګوري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Rahim

Can send to us in WhatsApp 00971502796020

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx