ادبي لیکني

د سپين غر او مهمندرې خاطرې/ لومړۍ برخه

م رضوان الله فيضاني

د ا.ا.ا. د غازيانو د جنګ په لومړۍ کرښه کې مو د ژمي سختې ورځې شپې تېرولې، د نورو مرکزونو له ملګرو څخه علاوه، مونږ د مختفلو ملګرو په کډون تقريبا د کنډک ۵۰ تنه ملګري وو.

وختونه تېرېدل خبره مياشتو ته ورسېده، ډير زيات مشکلات او تکليفونه وو، يخ و، بارانونه او سيلۍ وې، د سپين غرۀ پر لوړو څوکو واورې ورېدې، د سر فنا مو نه درلوده، د سهار د چای درک نه وو، د غرمې ډوډۍ به مو آن مازديګر خوړله، لاسونه پښې او مخونه مو د يخنۍ په وجه چاودلي وو او ملګري مو هم تر ډيره حده کم شول، ځکه چې د ډيرو ملګرو مسافري اوږده شوې وه، نو يو څه يې کورونو ته په چوټۍ باندې لاړل او څه ملګري مو د شـ ـهادت لوړ مقام ته ورسېدل.

يوه ورځ زما ډېر ګران او خوږ ملګري، چې زمونږ امـ ـير هم و، (شـ ـهيد ډاکټر رياض الله تقبله الله) راته وويل:
که ستا خوښه وي، نو زه به يو چکر خپل کور “مهمند درې”
ته لاړ شم او له هغې خوا به څه تازه دمي ملګري هم له ځان سره راولم، له ما څخه يې په عاجزانه توګه هيله وکړه، چې که ته همدلته زمونږ د ملګرو د نماينده په حيث پاتې شې او راسره لاړ نشې نو ځکه به ښه وي، چې تېر ځل مې له ځان راسره څو شپو ته بوولی وې، نو ملګرو د ټيليفون په زنګونو غوږونه راوخوړل، هر يوۀ به ويل: چې فيضاني دې څه کړ او چيرته دې بېولی دی ؟…

ډاکټر صاحب له څو تنو ملګرو سره د کور په طرف لاړ او زه له نورو زمونږ مربوط ملګرو سره پاتې شوم، دوه شپې تېرې شوې په دريمه شپه يې د راتلو وعده کړې وه، بل ملګري ته يې زنګ وهلی و چې فيضاني خو لږ خفه او ملګرو ته غوسه غوندې و، اوس چيرته دی، کومې بلې خوا ته خو به نه وي تللی ؟…
هغه ملګري ورته په جواب کې ويلي و چې همدلته له مونږ سره دی،غوسه يې سړه شوې ده، بلې خواته نه دی تللی.
وای د شپې چيرته او په کوم مرکز کې وي؟
ملګري ورته په جواب کې ويلي و: چې د شپې هم له مونږ سره وي او د شپې لخوا په بره غرۀ کې مونږ سره پيره هم کوي، دغه ملګري ويل چې ډاکټر صاحب په دې خبره باندې ډير زيات خوشحال شو او ويې ويل: چې کيسه داسې ده،
نو يوه شپه بله هم په کور کې کوم، بلې شپې ته درځم.

بله شپه نه وه د ژوند آخري او د مرګ اوله شپه يې وه !!!

يو ملګري راته داسې کيسه بيان کړې ده :
ماهيان مو راغوښتي وو، د مازديګر وخت و، ډېر ملګري سره راټول شوي وو، ټولو ملګرو غسلونه وکړل، ځينو نوې ګنډل شوې جامې واغوستې او ځينو نورې پاکې جامې، ملګري ډېر زيات خوشحال وو، ماښام مو ماهيان وخوړل، ښه ګرم بانډار وشو، له هغه وروسته يو طرفته لاړو …

ماخوستن راپور راغی چې د صفر يک قطعې موټرونه درغلل ورته بيدار شئ !!! ډاکټر صاحب سره له ملګرو پر عمومي سرک ورته کمين ونيو، د شپې تقريباً تر ۱۲ بجو مو ورته انتظار وکړ، خو د خدای ﷻ د دين بدبخته دښمنان رانغلل،
ډاکټر صاحب خپلو ملګرو ته وويل: چې خلک خو رانغلل راځئ چې لاړ شو هسې هم ستړي او خام خوبه يو لږ به ويده شو.

د کمين له ځای څخه لږ ښکت په يوه حجره کې ويده شولو، دوه کسان مو پيرې ته ودرول، تقريبا يو ۱ ساعت وروسته د (مسلم) په نوم يو تنکي ځوان چې د پيرې لپاره ولاړ و، د “الله اکبر” د ملکوتي نعرو په بدرګه درندې ډزې پيل کړې، د دۀ له ډزو سره متصل مونږ هم راويښ شولو او له حجرې څخه مو وتل پيل کړل، جـ ـنګ شروع و، حجره تر بريد لاندې وه، راوتل ډير ګران و، د راوتو په دوران کې هم يو ملګری (قاري صاحب پسرلی) ولږيد او شـ ـهيد شو.

له راوتلو څخه وروسته ډاکټر صاحب غږ وکړ چې ملګرو تېښته ونکړئ، ورته ودرېږئ د شـ ـهادت عجيبه موقه په لاس راغلې ده، د الله اکبر په نعرو سره يې خونړۍ جګړه پيل کړه، د راکيټ لانچر او پيکا په شمول مختلفې سپکې او درندې وسلې پر دښمن استعمال شوې، ډيره مسته او تنده معرکه روانه وه، يواځې د نعره تکبير، الله اکبر، ملکوتي او هيبتي غږونه اورېدل کيدل.
خو دا چې دښمن په هر رنګ ليزري و غيره وسلو سمبال و او مخکې له مخکې يې مونږ شاوخوا محاصره کړي وو، نو ملګري يو په بل پسې لږېدل او شـ ـهيدان کېدل، چې بالآخره ټول ملګري د شـ ـهادت لوړ مقام ته ورسېدل.

په ۱۱ کسانو کې ۹ تنه شـ ـهيدان او دوه تنه زخميان وو، يو تن زخمي ملګری د جنګ له صحنې څخه په اوله مرحله کې تر زخمي کېدو وروسته پخپله وتلی و او بل زخمي چې ډير شديد و، له تګ او حرکت څخه لوېدلی و، د شـ ـهيدانو په منځ کې خاموش پروت و، امريکايان او سپېشل فورس خبيثان نه و پرې پوه شوي چې دا لا ژوندی دی …

د دغې چاپې د کيسې ډېره برخه هم پخپله همدغه زخمي ملګري راته کړې ده او دغه دوه تنه زخميان ملګري اوس هم لا ژوندي دي …

نور بيا …

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx