افغانستاناقتصاد

هېواد کې د بهرنۍ کرنسۍ په راکړه ورکړه بندیز ولګېد

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۰ل): په افغانستان کې د کورنۍ اقتصاد د پیاوړتیا په موخه اسلامي امارت په ټول هېواد کې د بهرنۍ کرنسۍ په استعمال کلک بندیز لګولی دی.

د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې ویلي، چې د هېواد اقتصادي حالت او ملي ګټو ته په کتو باید ټول افغانان په خپلو ټولو معاملاتو کې له افغاني کرنسۍ څخه استفاده وکړي.

په خبرپاڼه کې خلکو ته داسې لارښوونه شوې: «اسلامي امارت ټولو هیوادوالو، دکاندارانو، تجارانو کسبه کارانو او عامو خلکوته لارښونه کوي چې له دې وروسته به هر ډول راکړه ورکړه په افغانۍ ترسره کوي او د بهرنۍ کرنسۍ له کارولو څخه به په کلکه ډډه کوي.»

اسلامي امارت د بهرنۍ کرنسۍ استعمال د هېواد په اقتصاد د منفي اغیز کولو ترڅنګ د ټولو هېوادوالو په زیان بللی او خبرداری یې ورکړی که هرچا له دغه حکم څخه سرغړونه وکړه قانوني چلند به ورسره کیږي.

تردې وړاندې د افغانستان بانک هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ټول هېوادوال او پانګه وال هڅولي وو، ترڅو په خپلو سوداګریزو او هرډول معاملاتو کې د بهرنۍ کرنسۍ پرځای افغانۍ استعمال کړي؛ خو داځل د اسلامي امارت لخوا د بهرنۍ کرنسۍ د استعمال پرخلاف جدي اعلامیې څخه څرګندیږي چې اسلامي امارت د افغان اقتصاد په پښو درولو کې پرېکنده او خپلواک ګامونه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طاهر ثابت

طالبان باید پوه سی چه صرف منع کول اهمیت نلری. دمنع سره باید دوه کاره نور هم وسی: اول باید څارنه وکړی چه خلک ددوی خبره منی او کنه. دوهمه دتعمیل پروسه ولری چه تالاشی وکړی او هرڅوک چه له پردیو کرنسی سره ونیول سی هغه ضبط او مجرم بندی سی.
په پورتنی خبرو برسیره باید دصرافانو کنترول وسی که هغه بانک وی او یا دصرافی بازار. لکه څومره چه دافغانستان اقتصاد تجاران او نور خلک خرابوی په هغه اندازه آزادی صرافیانی او دصرافی مارکیتونه. صرافی مارکیتونه ددریمی نړی لوی دښمنان دی.

طوطی

ځینی خلک خپلو خپلوانو ته له خارجه ډالر یا یرو رالیږی نو کچیری دی سړی سره دا خارجی پیسی ګیر کیږی د تلاشی په وخت کی بیا دی دا سړی ونیول شی او د هغه ډالر یا یرو دی ضبط شی؟ ته عجبی خبری کوی خلکو ته طوطو وایی خو ستا مغز او فکر هم د طوطو څخه کم ندی.

طالب کچیری د کار اهل وی، صرافانو ته دی لایحه، اصول او پروسیجر جوړ کړی بیا دی له هغوی ویره نلری.

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx