
نمیبیا ته په ماتې ورکولو پاکستان د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لار وموندله
نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۱۱ لړم، ۱۴۰۰ل): د پاکستان کرکټ لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې پرلپسې څلورمه بریا خپله کړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله.
د نمیبیا لوبډلې پر وړاندې د ۴۵ منډو په توپیر بریا سره پاکستان د شل اوریز نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیدا کړه، دا له انګلستان وروسته دوهمه لوبډله شوه چې دوهم پړاو ته لار مومي.
دا پنځم ځل دی پاکستان لوبډله د ۷ شل اوریز نړیوال جامونو نیمه پایلوبې ته لار مومي، چې یو ځل یې په ۲۰۰۹م کال کې اتلولي خپله کړې وه.
تېره ورځ انګلستان لوبډلې سریلانکا لوبډلې ته په ماتې ورکولو د یاد جام نیمه پایلوبې ته لار موندلې وه. انګلستان هم په څلورو لوبو کې څلور بریاوې خپلې کړې دي.
د پاکستان او نمیبیا ترمنځ لوبه نن ترسره شوه چې پاکستان لومړی توپ وهنه وکړه او ټاکلو شلو اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۸۹ منډې جوړې کړې.
ددوی له لوري یو ځل بیا محمد رضوان او بابر اعظم په زړه پورې لوبه وکړه او له سلو زیاتو منډو ملګرتیا یې وکړه، بابر اعظم ۷۰ او محمد رضوان ۷۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.
په ځواب کې نمیبیا لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدلو ۱۴۴ منډې وکړې او د ۴۵ منډو په توپیر یې ماتې ومنله.
که څه هم په رسمي توګه تر دې دمه یوازې پاکستان لوبډلې نیمه پایلوبې ته لار موندلې، خو په څلور بریاو سره انګلستان هم دغه پړاو ته رسېدلې ده، یوازې یوه لاره چې انګلستان راتلونکې لوبه کې مات شي او سویلي افریقا او استرالیا په ستر توپیر بریا خپله کړي انګلستان ته ستونزه موندلی شي چې تر ډیره ناممکنه ښکاري.
ددې سربېره سکاټلینډ، نمیبیا، بنګلادیش او سریلانکا هغه څلور لوبډلې دي چې له نړیوال جام څخه بهر شوې.
It never looked in doubt – Pakistan are the first team to confirm a place in the ICC Men's #T20WorldCup semi-finals 🇵🇰
Who will be joining them? 🤔#T20WorldCup | #PAKvNAM pic.twitter.com/REDihd7TnK
— T20 World Cup (@T20WorldCup) November 2, 2021