شعـــــرونه

شپه تېره د وحشت او تاريکيو شوه سبا شو/ زاهدي

زاهدي مجاهد

شپه تېره د وحشت او تاريکيو شوه سبا شو
يوسف له مودو پس کلي ته راغی راپيدا شو

په هجر يې د سترګو له نعمته محروم شوی
په وصل يې د خپل لخت جګر يعقوب بنا شو

يو څوک وه چې نشتون زمونږ خوښي را پيکه کړې
هغه چې نذرانه شو د څښتن دَر ته اِهدا شو

د ډېرو، ډېرې_ ډېرې کيسې پاته په زړګي شوې
ناکام شول نامراده، هر ارمان يې نيمه خوا شو

مونږ ټول واحد ملت يو څوک مو نشي بېلولی
چې مونږ يې بېلولو شرمنده ذليل رسوا شو

راځئ هغه دمينې لمونځ په ګډه بيا ادا کړو
په تېر کې چې له مونږه ځينې پاتې او قضا شو

له ډېره وخته وروسته مې ورک يار نظر ته راغی
ويل ورک يې زاهدي مجاهد ياره! په خندا شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx