افغانستان

د افغانستان بانک له بانکونو څخه د پیسو ویستلو ځینې محدودیتونو کې نرمي راوستې

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان بانک له بانکونو څخه د پیسو ویستلو باندې په وضع شوو محدودیتونو کې نرمي راوستې ده.

د افغانستان بانک ویلي دي چې له دې وروسته هر څوک کولای شي چې له خپلو بانکي حسابونو څخه په اونۍ کې ۴۰۰ او په میاشت کې ۱۲ سوه ډالر راوباسي.

د افغانستان بانک د نویو شرایطو له مخې د انفرادي حساب لرونکي اوس کولای شي چې په میاشت کې یو ځل په یو وار ۱۲۰۰ ډالر وباسي.

همدا راز هغه کسان چې په بانکونو کې د افغانیو انفرادي حسابونه لري تر دې وروسته په اونۍ کې ۳۰زره او په میاشت کې سل زره افغانۍ له بانکه راویستلی شي.

افغانستان بانک همدا راز د موجه اسنادو او دلایلو پرته له انفرادي حسابونو څخه شرکتي حسابونو ته د سوداګریز بانکونو له لوري د پیسو په لیږد بندیز لګولی دی.

مرکزي بانک ویلي هغه کسان چې د لړم د میاشتې د ۱۲مې نيټې وروسته په بانک کې نغدي پیسې جمع کوي، کولای شي چې هر وخت يې بېرته په مکمله توګه نغدي واخلي یا یې بل حساب ته ولیږدوي.

د یادونې وړ ده چې په افغانستان کې د نوي تحول او پر افغانستان باندې د امریکا لخوا د وضع شوو بندیزونو له کبله د افغانستان بانک په دې موخه چې د افغانۍ ارزښت ثابت وساتي له بانکونو څخه د پیسو په ویستلو محدودیتونه وضع کړي وو.

پخوا انفرادي حساب لرونکو له بانکونو څخه په اونۍ کې ۲۰۰ ډالر یا ۲۰زره افغانۍ ویستلای شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

الله دی کمک شی انشاءالله چی ورځ تر بلی به ښه والی راشی خو ځینی کسان شته چی غواړی اوبو خړی کړی تر څو کبان پکی ونیسی. بعضی اوقات هغه کسان چی د کار اهل ندی داسی فیصلی کوی چی قصدآ سبب د دی کیږی چی مشکلات نور هم زیاد شی حتی تر دی چی د وطن استقلالیت په خطر کی اچوی لکه دا اوس د سپین بولدک سرحدی موضوع چی کندهاری دی په تذکرو رفت آمد کوی او د نورو ولایاتو خلک باید چی ویزې ولری. آهسته آهسته داسی موضوعاتو څخه به څه جوړ شی؟ کچیری دا پروژه عملی… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx