اسراییل: ورک شوی اسراییلي افسر وژل شوی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، زمري ۱۲مه ۱۳۹۳ل): اسراییلي پوځ وايي چې د غزې په تراډه کې د جمعې په ورځ ورک شوی  اسراییلي پوځي افسر هدار ګولدن وژل شوی دی.

د دغه ورک شوي اسراییلي پوځي په اړه جوړ شوي ځانګړي هیئت د یوې اعلامیې په ترڅ کې ويلي چې د غزې په جنوب کې نوموړی عسکر په جګړه کې وژل شوی. دوی د نوموړي د جسد د موندنې په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

د جمعې په ورځ اسراییلي پوځ اعلان وکړ چې یو پوځي افسر هدار ګولډن د فلسطین مجاهدینو تښتولی، خو د حماس جهادي غورځنګ نظامي ډلې کتائب القسام د دغه پوځي په اړه ناخبري وښودله. حماس ددغه پوځي ورکېدنه د اسراییلو یوه دسیسه وښودله او په وینا یې دغه کار یې د اوربند پای ته رسولو په موخه کړی دی.

د ګولډن د ورکېدو وروسته امریکا چې د فلسطین پر ضد د اسراییلو ملاتړ کوي له حماسه غوښتي وه چې ژر تر ژره دې دغه افسر خوشې کړي. تر دې وړاندې د جمعې په شپه د ملګرو ملتونو او امریکا په منځګړیتوب حماس د درې ورځو لپاره اوربند ومانه خو د جمعې په ورځ اسراییلو له لورې اوربند مات شو او امریکا او ملګرو ملتونو يې پړه پر حماس ور واچوله.

شننونکي وايي چې ملګري ملتونو او امریکا په ډيره «بې شرمۍ» د فلسطیني «مظلوم» ملت پر وړاندې د اسراییلو ملاتړ کوي.

د اسراییلو له لوري پیل شوې روانه جګړه کې تر ۱۶۰۰ زیات فلسطیني مسلمانان شهیدان شوي او د ملګرو ملتونو په وینا شاوخوا ۹۰٪ يې ولسي وګړي دي چې زیاتره یې ښځې، ماشومان او سپين ګیري دي. په ځوابي بریدونو کې د اسراییلو تر ۶۴ زیات عسکر وژل شوي او ایله د دوی په وینا ۲ ولسي وګړي وژل شويدي خو سربېره پر دې هم ملګري ملتونو او امریکا «حماس» پړ بولي او اسراییل د خپلې دفاع حق درلودونکي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د