ورزش

افغانستان نن د هند پر وړاندې مهمې لوبې لپاره ډګر ته ښکته کیږي

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان او هند کرکټ لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په سوپر ۱۲ پړاو کې نن چهارشنبه د «مرګ او ژوند» لوبه کې مخامخ کیږي.

افغانستان لوبډله د نړیوال جام په ګروپي جدول کې اوسمهال په دوه بریاو سره دوهم مقام لري، په داسې حال کې چې هند لوبډله په دوه ماتو سره په پنځم مقام ده.

د دواړو لوبډلو لپاره دغه سیالي په نړیوال جام کې د ژوندي پاتې کېدو په معنا او دوهم پړاو ته د لار موندنې فرصت په لاس کې لري.

افغان لوبډله خپلو راتلونکو دوه لوبو کې سرسخت سیالان په مخ کې لري چې هند او نیوزیلاند دي، هند له پاکستان او نیوزیلاند څخه ماتې منلې، خو نیوزیلاند یوازې له پاکستان څخه ماتې منلې ده.

له دې وړاندې په تېرو دوه لوبو کې چې هند او افغانستان مخامخ شوي، افغان لوبډلې هند ته سخت وخت ورکړی، چې د ۲۰۱۸م په اسیایي جام کې لوبه په وروستي توپ مساوي، او په ۲۰۱۹م نړیوال جام کې په وروستيو شېبو کې هند بریا خپله کړه.

هند لوبډله نیمه پایلوبې ته د لار موندنې لپاره باید افغانستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړي، دغه راز به افغانستان ته دعا کوي تر څو نیوزیلاند مات کړي، خو له هغې وروسته به هم د افغانستان سره د نیټ رن ریټ په تناسب بل پړاو ته لار مومي.

خو د راشد خان او مجیب الرحمن په شتون به هند ته ستونزمنه وي افغانستان ته په ستر توپیر ماتې ورکړي، ددوی لپاره نیمه پایلوبې ته لار موندل د یوې معجزې څخه کم نه دي.

که د دواړو لوبډلو تېر نږدې تاریخ ته وکتل شي، هند لوبډلې په پنځه شل اوریزو لوبو کې یوازې یوه بریا خپله کړې، په داسې حال کې چې افغانستان څلور بریاوې او یوه ماتې منلې ده.

د افغانستان احتمالي یوولس کسیزه لوبډله:

حضرت الله ځاځی، محمد شهزاد، رحمان الله ګربز، حشمت الله شهیدي، محمد نبي، نجیب الله ځدران، ګلبدین نائب، راشد خان، مجیب الرحمن، حمید حسن او نوین الحق.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx