اقتصادنظــر

د افغانستان د شمتنۍ کنګل کېدو زیانونه او حل لارې

سهیل احمد(مجددي)

په اوسنۍ نړۍ کې د هر هدف د ترلاسه کېدلو لپاره اقتصادي سرچينې مهمې او ضروري دی بغير له اقتصادي سرچينو دولتونه خپل اهداف نه شي ترلاسه کولی، که د نړۍ قوي او پرمختللي هیوادونو ته وګورو نو د خپلو اهدافو د ترلاسه کېدلو لپاره پراخه اقتصادي زیرمې او شتمنۍ له ځانه سره لري.

د ټولو شتمنیو ارزښت په پیسو سره ښودل کیږي که هغه هره کرنسي وي. دې ته په کتو په نړۍ کې دوه ډوله هېوادونه شتون لري، توليدونکي او مصرفونکي، مصرفونکي هېوادونه غواړي چې د کرنسۍ ارزښت يې لوړ وي. په عامه معنی د هر هیواد د کرنسۍ ارزښت چې پورته وي نو د دې معنی ورکوي چې د اهدافو د ترلاسه کېدلو لپاره ډېر څه په واک کې لري.

په اوسنۍ نړۍ کې هغه هیوادونه چې مصرفوونکي او یا په صنعتي لحاظ کمزوري وي غواړي چې د پیسو ارزښت يې پورته وي، ددې لپاره چې وکولی شي د کمو پيسو په مرسته ډېر اموال راونیسي او د اهدافو د لاسته راوړو لپاره په اسانتیا سره اقدامات ترسره کړي، دوی د خپل پولي واحد د ارزښت د لوړ ساتلو لپاره او قیمتي زیورات او په اوسنۍ نړۍ کې هغه بهرنۍ کرنسي چې په بازار کې يې ارزښت لوړ او د ثبات لرونکی وي(په اوس وخت کې ډالر) له ځانه سره ساتي، کله يې چې د پولي واحد ارزښت کمیږي، د عرضې او تقاضا د قانون له مخې بهرنۍ کرنسي، سره زر، سپین زر او نور قیمتي زیورات په خپلې کرنسۍ تبادله کوي؛ څو په بازار کې يې مقدار کم او ارزښت يې پورته شي، مخکې یادونه وشوه چې د ټولو شتمنیو ارزښت په پیسو سره ښودل کیږي، په دې اساس سره زر، سپین زر او نورقیمتي زیورات د بهرنۍ کرنسۍ د لاسته راوړلو ښه لاره ده.

افغانستان هم یو له دغو هیوادنو څخه شمېرل کیږي چې د خپلې کرنسۍ د ارزښت ساتلو لپاره يې شاوخوا ۹،۵ میلیارده ډالرو په ارزښت شتمني په نړیوالو بانکونو کې ساتلې دا چې د ورستیو تحولاتو او بدلونو په اساس د امریکا متحده ایالتو د هېواد دغه شتمني کنګل کړه که چېرته دغه کنګل کېدل دوام وکړي نو ښکاره خبره ده چې هیواد ته مو ډېر زیان اړولی شي.

هغه زیانونه چې ددغه شتمنۍ په کنګل کیدلو افغانستان ته اوښتلی شي، لاندې پرې بحث کوو:
۱. د پیسو د ارزښت کموالی: دا چې افغانستان په سیمه کې له کمزورو هیوادونو څخه شمېرل کیږي، اوږدو جګړو پرمختګ ته نه دی پرې ایښی، په دې اساس افغانستان صنعتي هیواد نه دی چې صنعت يې د پیسو د ارزښت په ساتلو کې مرسته وکړي، واردات يې نسبت صادراتو ته زیات دي، نو د پېسو د ارزښت د ساتلو لپاره يې همدا ذخيره شوې شتمني موجوده ده چې اوس کنګل شوې. که چېرې دغه کنګل شوې شتمني د افغانستان په واک کې ورنکړل شي د افغانیو ارزښت به په بې ساري ډول ښکته لاړ شي، چې د پولي تورم سبب کیږي، له امله یې د نرخونه پورته ځي، د خلکو عواید کميږي، د خرید قوت ېې متضرره کوي، د سپما کولو توانايي کموي او په کراره يې له منځه وړي، چې له امله يې د دولت عایداتي سرچينې کموالی کوي او د وګړو د ژوند سطحه يې ټيټيږي، د صادراتو د قيمتونو د پورته والي په وجه صادرات کموالی کوي او د وارداتو د لا زیاتوالي سبب ګرځي.

۲. هیواد ته د بهرنۍ پانګې نه راتګ: هرکله چې د يو هیواد پولي واحد له خطر سره مخامخ وي، بهرني پانګه وال په نوموړي هیواد کې له پانګونې ډډه کوي او د خپلې پانګه اچونې لپاره مناسب بازار پیدا کوي؛ ځکه پانګه وال د تولیداتو په مقابل کې افغانۍ ترلاسه کوي په داسې حال کې چې د دوي پانګه ډالري وي، د ارزښت د لويدو په صورت کې بیرته له هماغه اندازه پانګې سره نه مساوي کیږي.

د پیسو د ارزښت دلوېدو په وخت کې قیمتونه پورته ځي، د خلکو د سپما او خرید قدرت کميږي، د خلکو عواید د لومړنیو اجناسو د رانیولو لپاره هم بسنه نه کوي نو په داسې حالاتو کې بهرني پانګه وال پانګه اچونې ته زړه نه ښه کوي.

۳. له هیواده د داخلي پانګې فرار: لوي پانګه وال د پیسو د ارزښت په لږ ښکته پورته کېدو کې له ډېر لوي تاون سره مخامخ کېږي. د پانګه اچونې لپاره د پېسو د ارزښت ثبات ډېر اړين دی؛ څو پانګه وال په ارامه ډول صنعتي او تجارتي کړنې پرمخ یوسې او د تاون له خطره په امان وي،هرکله چې د پیسو ارزښت ثبات لرونکی نه وي او د دې ویره هم موجوده وي چې د پیسو د ارزښت ساتلو لپاره کومه سرچينه هم وجود نه لري نو پانګه اچوونکي د تاوان له وېرې خپله پانګه په ثبات لرونکو پیسو تبدیلوي او له هیواده پانګه وباسي چې دغه عمل د پیسو ارزښت نور هم له خطر سره مخامخ کوي.

لکه په اوسني وخت کې د نړیوال تجارت ډېره برخه په ډالرو ترسره کیږي، افغانستان یو وارداتي هیواد دی په داسې حال کې چې د پشتوانې شتنمي یې کنګل ده، د نړیوال تجارت لپاره ضروروي ده چې افغانۍ په ډالرو تبادله کړي، افغانستان د ډالرود کموالي سره مخامخ دی،که دغه حالت دوام وکړي د بهرنيو اموالو د رانیولو لپاره قرادانونه لغوه کیږي چې د هیواد اقتصاد لا پسې د زوال حالت ته حرکت کوي او له هیواده د پانګې فرار رامنځته کیږي.

۴. په نړیواله سطحه دولتي اعتبار کمول: هر دولت چې د خپلې کرنسۍ ترشا پشتوانه ونلري نو د کرنسۍ د اعتبار په کمېدو سره يې د دولتي اعتبار هم کموالی کوي، نړیوالې ګټورې پروژې هیواد کې پانګه اچونه نه کوي، صنعتي هیوادونه له داسې هیوادونو سره د تجارت په برخه کې د کومو قرادادونو د کولو لپاره زړه نه ښه کوي، په نړیواله سطحه قوي دولتونه هغه دي چې په ډېره اندازه شتمني ولري د پیسو تر شا ډېره پشتوانه ولري؛ داسې دولتونه بیا په نورو دولتونو په هر لحاظ قوي کیږي؛ ځکه په داسې حالت کې بهرني لوي پانګه وال خپله پانګونه کوي، د هیواد دصنعت د پراختیا سبب ګرځې او دولت ته نوې عایداتي سرچینې او بهرني اسعار په لاس ورځي، دولتونه غني کيږي او خپل اهداف په منظم ډول بغیر له کومې پولي وېرې څخه لاسته راوړي، د مثال په ډول د چين د هیواد د کرنسۍ پشتوانه په ۲۰۱۹ کال کې (۳۲۲۲،۸۹) میلیارده ډالره وه چې په همدې کال کې د زیرمه شوو شتمنیو لرلو له امله په لومړي ځای کې وه.

۵. بانکي سیستم زیانمنوي: په کنګل شوې شتمنۍ کې د خصوصي بانکونو او سرمایه دارنو څه اندازه شتمني هم شامله ده،چې نوموړي سوداګر هم له استفادې محروم شوي، که د غه شمتني د افغانستان دولت په واک کې ورنکړل شي ،بانکونه به د پیسو د کمښت سره مخامخ شي، چې د اعتبار د کموالي په وجه به خلک له بانکونو څخه شتمنۍ وباسي او بانکونه به د دیوالي کیدو له خطر سره مخامخ شي، په دې توګه به دهیواد د بانکي سیستم د فلج کیدو سبب وګرځي.

حل لارې:

۱. دولت باید د کنګل شوې شتمنې د ازادولو پوره کوشش وکړي.

۲. هغه سازمانونه او هیوادونه چې له افغانستان سره مرسته کوي کوشش دې وشي چې دا ورباندې ومنل شي چې خریداري په افغانستان کې وکړي؛ څو افغانستان بهرنۍ کرنسي ترلاسه کړي.

۳. هغه مرستې چې د افغانستان له عوامو سره په نقدي ډول کیږي کوشش دې وشي چې د افغانستان د دولت په لاس وشي او دولت نقدي مرسته په افغانیو تبادله او د عوامو په واک کې ورکړي،لکه د ملګرو ملتونو لخوا غریبو افغانانو ته د نفر پر سرد ۲۰۰ ډالرو ورکول.

۴. که کنګل شتمني د افغانستان په واک کې ورنکړل شي، کوشش دې وشي چې په مرستو ډېره اتکا ونشي، اوسنی حکومت دې د کانونو استخراج ته توجه وکړي، د کانونو څخه د ترلاسه شوي سره زر، سپین زر، او نورو قیمتي زیوراتو څخه دې د ریزرف په شکل استفاده وکړي او د پیسو د ارزښت ساتلو لپاره دې يوه داخلي قوي پشتوانه جوړه کړي. د الجزيرې د ریپوټ په اساس افغانستان د درې ټريلیونه ډالرو په ارزښت کاني زېرمې لري، نه یواځې د پشتوانې لپاره بلکې د زیاتو انکشافي پروژ د پلې کولو لپاره ورڅخه ترې شتمني ترلاسه کیدلی شي.

۵. د موجوده وسایلو څخه دې اعظمي استفاده وشي او د هیواد په صنعت کې دې ترې کار واخیستل شي؛ څو د تادیاتو د بیلانس د کسر په کموالي کې ونډه واخلي او له افغانستان څخه د اسعارو د وتلو مخنیوی وشي.

۶. د صرافۍ او حوالو سیستم کې دې کنټرول ترسره شي او د اسعارو د اخلي بازار کې دې د بې نظمۍ مخنیوی وشي، لکه د حوالو له لارې د اسعارو د قاچاق مخنيوی او نور.

۷. د اسعارو د قاچاق مخنیوی دې وشي او شته اسعار دې د ریزرف په شکل وکارول شي.

۸. د لوړ پوړو چارواکو ډالري عواید دې په افغانیو ورکړل شي تر څو د دولت سره د پشتوانې لپآره اسعار پاتې شي.

۹. افغانستان کې په اوسني وخت کې ډیري لوي کاروباري معماملات اوس هم په افغانیو نه کیږي، دولت باید د افغانیو په چلښت کې پوره پوره ګامونه او چت کړي اوپه ټولو کاروبارونو کې دې له افغانیو استفاده وشي، پدې سره به بهرنۍ پیسې بانکونو ته لاړې شي او داخلي پیسو ته د تقاضا په زیاتوالي به د افغانیو ارزښت پورته ولاړ شي.

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx