ادبي لیکني

په راديو، تلويزيون کې خپرونې ـ د خپرونو ټاکنه او مهالويش يې! 

محمد انعام حماد
د کیمرې مخې ته څرګندیدل، خبرې کول یا د مایکروفون له لارې خبرې کول اسانه دي، په زرگونو اوریدونکي یې اوري، خو  د تل لپاره د دغو اوریدونکو زړه ساتل سخت کار دی، لکه څنګه چې ویل کیږي، بریالیتوب ته رسیدل اسانه دي، مګر ساتل یې ستونزمن دي ، راځئ پوه شو چې د لیدونکو او اوریدونکو په زړونو کې څنګه ځای ونیسو!
د دې لیکنې په لوستلو سره تاسو خپلې پښې د تلویزیون او راډیو په خپرونو کې د بریا د زینې په لومړۍ پایه کېښودلی شئ.
د خپرونې پېژندنه:
 هغه قانوني طرحه ده چې ځانګړی هدف ولري، په ټاکل شوي او اندازه شوي وخت کې ځانګړی پيل او پاي ولري او خلکو ته د ليدلو يا اوريدلو په بڼه وړاندې کيږي.
څنګه يوه ښه او معياري خپرونه برابره کړو؟
يو څو جوړښتونو ته اړتيا لرو:
۱ بصري جوړښت:
په دې جوړښت کې لاندې ټکي د پام وړ دي:
غوره انځور تشکيلول، د انځور اخېستنې په مهال مناسبه رڼا تقسيمول، د کامرې د ټولو سيستمونو غوره کنټرول.

۲ سمعي جوړښت:
د غږ د ټولو ممکنه عنصرو نه څخه کار اخېستل، په دې کې هغه اله د يادونې وړده چې په غږ باندې اغېز لري او میکسر ورته وايي.

۳ اداري جوړښت:
 خپرونکو او اداکارانو ته د دندو وېشل، ددوی رهبري کول او ددوی تر منځ اړېکې تنظيمول.
۴ د عاجلو خپرونو جوړښت:
 د راديو تلويزيون د کار ټولې برخې په ځانګړې ودانۍ کې ځای په ځای کول.
 د خپرونو ډولونه:
۱ خبرې اترې (مرکې):
دا هغه خپرونې دي چې يو ميلمه ولري او له هغه سره کوربه مرکه وکړي په دې خپرونو کې بايد لاندې ټکو ته پوره پاملرنه وشي،
ــ دعامه پوهاوي دکچې لوړوالی
ــ دافکارو او څرګندونو تبادله
ــ دشته ستونزو تحليل اوڅېړنه
ــ په هغو مسلو رڼا اچول چې عامه افکار يې شاربي.
د خبرو اترو د خپرونې اجزاء:
– هغه مسئله چې بحث پرې کيږي.
– د کارونې وسايل د مرکې ځای وخت يا موده
– هغه پوښتنې چې دخپرونې وړاندې کوونکی يې له خپلو ميلمنو څخه کوي
– هغو ليدونکو يا اورېدونکو ته پوره پاملرنه چې دخپرونې په جريان کې اړيکه نيسي.
۲- مستقيمې (په ژوندۍ بڼه) خپرونې:
په دې خپرونو کې ليدونکو يا اوريدونکو ته مستقيم خطاب کيږي لکه ديني،اقتصادي تحليلي، ټولنيزې او طبي خپرونې دا ډول خپرونې يوازې يو کس مخته وړي څوک چې په خپل فن کې ماهر وي.
۳- خبري خپرونې:
دا هغه خپرونې دي چې په کې خبرونه د يوې نمونې په ډول وړاندې کيږی او په ليکلې بڼه يې مخته ايښي وي، په دې خپرونو کې باید غږ او شکل په ښکاره توګه په ډاګه شي، دا د اسانه خپرونو په کتار کې رازي او له ټولو زياتې نوې او نوښتګرې فکرې غواړي، په دې کې بايد هغه څه انتخاب شي چې خلکو ته جالب وي
۴- د ماشومانو خپرونې:
په دې خپرونه کې بايد ماشومانو ته ځانګړی اهميت ورکړل شي، په داسې توګه داخپرونه برابره شي چې ماشومان يې ضرور تعقيب کړي او دا خپرونې بايد په داسې کیفیت خپرې شي چې د ماشومانو دروزنې سبب شي.
۵- د سیالۍ خپرونې:
دا د خپرونو له اسانه ډولونو څخه دی، یو څو ليدونکي د ګروپ په څېر راټول کړئ دې خپرونو کې باید دسیالیو کیفیت غوره اومناسب وي، د دې خپرونې لپاره غوره وخت ماسپښین ده.
۶- مستندې خپرونې:
دا هغه خپرونې دي چې د طبیعت، تاریخ او نورو پیښو په اړه نوي معلومات او مطالعات وړاندې کوي، داخپرونې د پېښېدونکو یا تاریخي پیښوپه اړه د خبرونو،معلوماتو او نظرونو ټولګه وي، په یو مشخص وخت پورې محدوده نوي او د تاثیر لپاره د سحر مثال لري ځکه چې معلومات پکې د لید په څېر وړاندې کیږي.
۷- ټولنیزې خپرونې:
هغه دی چې د ټولنیزو مسلو او ستونزو په اړه خبرې کوي، ددې خپرونې لپاره غوره وخت سهار ده.
۸- اقتصادي خپرونې:
دا هغه خپرونې دي چې د اسعارو د نرخونو، د سټاک بازار د ونډو، او د لومړیو خوراکي توکو دنرخونو په اړه خبرې کوي، په دې خپرونه کې باید په غوره اقتصادي پلانونو هم تمرکز وشي.
۹- کلتوري خپرونې:
دا هغه خپرونې دي چې شعرونه، ترانې، تمثیلی فعالیتونه او دپښتو، فارسي  ژبې ادبیات پکې شامل وي، ددې خپرونې لپاره غوره وخت ماښام ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx