اقتصادنظــر

د مالي بحران سببونه

استاد عبدالجبار وحدت

مالي بحران یو داسې وضعیت ته وایي چې مالي شتمنۍ د اسمي او حقیقي ارزښت یوه لویه برخه په غیر متوقعه ډول له لاسه ورکړي، یا په مالي اداره لکه بانک کې داسې هم تعریفولی شو چې پیسي out flow ډېره زیاته وي او په پایله کې Liquidity risk سره مخ شو چې بالاخره مالي بحران ورته وايي، د لګښتونو د تمویل او مشتریانو د رضایت لپاره نه په سیستم کې نغدي پیسې وي، نه شتمني وي او نه تشبثاتي سرچینې تر سترګو کېږي، همدارنګه اقتصادي بحران بیا یو داسې حالت ته وایي چې معمولا اقتصادي وده د څو مالي دورو لپاره د نزول په طرف لاړه شي، یا د ټیټوالي په حالت کې پاتې شي دلته به په یوه سازمان او اداره کې د مالي بحران په ځینو عواملو باندې د خپل وس او توان مطابق لنډ بحث وکړم.

ضعیف مالي مدیریت:
مالي مدیریت په یوه اداره او سازمان کې د خورا مهم او لوړ اهمیت لرونکی دی ، له نوم څخه یې مالومېږي چې د ټولو مالي منابعو درست مدیریت اوباید دا هرڅه په درست ډولد مدیریت شي، د سبا پلان او سپما باید وسنجول شي، راتلونکې مالي بحرانونه باید تخمین او پیشبیني شي.، په همدې اساس که چېرې پدې برخه کې نیمګړتیا او ضعف موجود وي ، یوه اداره هرومرو د مالي او اقتصادي بحران په لورې ځي.

عملیاتي خطر:
ډېری وخت د ادارې یا سازمان کارکوونکي په عملیاتي برخه کې غفلت کوي، چې پدې حالت کې عایداتي سرچینې وچېږي او اداره په تدریج سره د بحران په لور ځي، په همدې اساس باید د اهل کارمندانو استخدام او همدارنګه د دوی عملیاتي برخه کنټرول شي، تر څو د عملیاتي خطر(Operational Risk) مخه ونیول شي.

د درستي بودجې جوړونې نشتون:
Budgeting د یوه نهاد د مالي پایښت لپآره خورا اړینه چاره ده ، باید د راتلونکې اقتصادي وضعیت او لګښتونو اړوند معقوله پلان جوړونه تر سره شي، تر څو مالي حالت کنټرول شي، او که احیا په دې برخه کې کمزورتیا موجوده وي، طبعي ده چې سازمان د بحران په لورې ځي.

د عوایدو او لګښتونو نه مقایسه کول:
هر فرد او اداره باید یوه پرتلنه وکړې یا له تېر او یا له راتلونکې کال سره، بریالۍ ادارې همېش پرتلنه کوي بیا لګښتونه کوي او مالي پلانونه جوړوي ، مګر کومې کورنۍ /ادارې او سازمانونه چې لګشتونه له عوایدو سره پرتله نه کړي، پوروړي کېږي او په پای کې د مالي بحران په لور ځي.

د عوایدو د تولید په برخه کې د درستي پالیسي نه شتون :
ډېری وخت اکثریت ادارې د لګښتونو په کمښت باندې فکر او تمرکز کوي، مګر معقوله داده چې باید د عوایدو په تولید او رامنځته کېدو باندې غور وشي، او که داسې ونه شي ، اداره به له مالي بحران سره مخ شي.

د هېواد اقتصادي حالت او موسمونه په پام کې نه نیول:
ډېری وخت ادارات د هېواد راتلونکی سیاسي، اقتصادي ،موسمي او ټولنیز وضعیت په نظر کې نه نیسي، چې د دې وضعیت په پام کې نه نیول او دداسې بدو وضعیتونو رامنځته کېدل د ادارو لګښتونه لوړوي او عایداتي سرچینې یې وچوي او بالاخره یې د مالي بحران په لور بیایي.

د نفتي موادو قیمتونه لوړېدل:
د هېواد په کچه د قیمتونو د لوړوالي اساسي علت د نفتي موادو قیمت لوړېدل دي ، په پایله کې قیمتونه مطلوبه کچه له لاسه ورکوي او عدم استقرار رامنځته کېږي، چې د مالي بحران سبب کېدلی شي

د اقتصادي جریان درېدل: په هېواد کې د فلج اقتصادي حالت رامنځته کېدل هم د اقتصادي بحران لامل کېدلی شي.

اقتصادي نوسانات او کرنسي بې ثباتي: مهم لاملونه دي ، همدا دوی دي چې د یوه هېواد اقتصاد د بحران په لورې بیایي.
بېکاري: په ضمیموي شکل یو مغلق او سخت مالي بحران رامنځته کوي، سړي سر عاید ټيټېږي او بالاخره هر فرد له مالي بحران سره مخ کېږي.

که ژوند و، د مالي بحران اغېزو او حل لارو بحثونه به جلا جلا وڅېړو.

درنښت

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx