ورزش

پاکستاني رسنۍ: د افغانستان او هند ترمنځ لوبه کې فساد شوی

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۰ل): د پاکستان يو شمېر رسنۍ د ټويټر په حواله ليکي چې د افغانستان او هندوستان ترمنځ سيالۍ کې فساد شوی دی.

هند د افغانستان پر وړاندې لوبه کې په ټاکلو شلو اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدلو ۲۱۱ منډې ستر هدف وټاکه.

پاکستاني رسنۍ د ټويټري سرچينو په حواله ليکي چې په لوبه کې د لوبډلمشر محمد نبي له لوري هيڅ ستراتيژۍ شتون نه درلود او نه هم د راشد خان توپ اچونه د تېر په څېر وه.

د محمد نبي د لوبډلمشرۍ تخنيک، ستراتيژي، لوبې پلان او په اورونو کې وروسته کېدل د دليل په توګه وړاندې کيږي.

محمد نبي چې په خپل لومړي اور کې ۷ منډې ورکړې، تر پايه توپ اچونه ونکړه، په داسې حال کې چې د عربي اماراتو پيچونه د سوکه توپ اچونکو په ګټه ثابتيږي.

بل لوري ته راشد خان په ياده لوبه کې په ويکټغ اخيستلو بريالی نشو او په ۴ اورونو کې يې ۳۶ منډې ورکړې.

د جيو نيوز د راپور له مخې په پاکستان کې #fixing پر ټويټر ټرينډ شوی او خلک د افغان لوبغاړو له کارکردګۍ مايوسه ښکاري.

دغه راز د ای آر وای تلویزون هم په دې اړه تبصرې کړي او زیاتوي چې افغان لوبغاړو په ښکاره ثابته کړه چې دوی په لوبه کې فساد کړی دی.

دوی وايي، هغه افغان لوبغاړي په هند غوره ليګ کې لوبيږي د لوبې بدل کې پيسې منلي دي، تر څو هند لوبډله نړيوال جام کې دوهم پړاو ته لار ومومي.

د پاکستاني رسنيو له لوري د هند-افغانستان په دوستي منفي پراپيګنډا کيږي، او د هند سره د افغانستان پر هر نږدې عمل منفي تبصره کيږي.

پاکستان نه غواړي هند د نړيوال جام دوهم پړاو ته لار ومومي.

په ټولنيزو رسنيو د يو شمېر افغان فعالانو له لوري هم دغه خبر لر و بر کيږي چې د هند پر وړاندې لوبه کې فساد شوی دی.

په شل اوريز نړيوال جام کې هند لوبډلې د پاکستان او نيوزيلاند پر وړاندې په ستر توپير ماتې منلي، چې نيمه پايلوبې ته لار موندل ورته ناممکن شوي دي.

که هند لوبډله دغه لوبه کې د ۶۳ منډو يا زياتو په توپير بريا خپله کړي، دوی به دوهم پړاو ته د لار موندنې احتمالي فرصت ترلاسه کړي، خو بيا به هم د نورو لوبډلو په پايلو تکيه وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx