ورزش

هند افغانستان ته په ماتې ورکولو د نړیوال جام لومړۍ بریا خپله کړه

نن ټکی اسيا (چهارشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۰ل): د هند کرکټ لوبډلې افغانستان ته په شل اوريز نړيوال جام کې د ۶۶ منډو په توپير ماتې ورکړه.

هند لوبډلې غوښتل افغانستان ته په دغه مهمه سيالي کې په ستر توپير ماتې ورکړې تر څو په جدول کې خپل ريټ رن ريټ احتمالي فرصت ته ورسوي.

د افغانستان پر وړاندې په سترې بريا سره د هند نيټ رن ريټ له منفي څخه +صفر.صفر۷ ته پورته شو.

هند لوبډلې په شل اوريز نړيوال جام کې لومړۍ بريا خپله کړه.

د يادې بريا سربېره به هند لوبډله غواړي نيوزيلاند د سکاټلينډ او نميبيا دواړو پر وړاندې له يوې څخه ماتې وخوري، او دوی د دواړو پر وړاندې بريا خپله کړي، تر څو نيمه پايلوبې ته لاره پيدا کړي.

د هند او افغانستان ترمنځ لوبه کې پچه محمد نبي وکټله او لومړی يې د توپ اچونې پريکړه وکړه، چې برعکس ثابته شوه‌.

د هند پېلېز لوبغاړو په زړه پورې لوبه وکړه او دواړو په ګډه له سلو منډو زياته ملګرتيا وکړه، روهيټ شرما ۷۴ او کی ايل راهول ۶۹ منډې وکړې.

دغه راز په وروستيو څلورو اورونو کې ريشاب پنټ او هارډيک پانډيا ۷۴ منډې جوړې کړې چې په شلو اورونو کې يې افغانستان ته د ۲۱۱ منډو ستر هدف وټاکه.

د افغانستان توپ اچونکي د راشد خان په ګډون پرلپسې ناکام ثابت شول، او يوازې د هند دوه لوبغاړي يې وسوځول. ددوی له لوري محمد نبي لومړی اور وکړ او ۷ منډې ورکړې خو بيا يې توپ اچونه ونکړه.

دغه راز حميد حسن پخپلو ۴ اورونو کې ۳۴، نوين الحق ۵۹، راشد خان ۳۶، ګلبدين نائب ۳۹ منډې ورکړې. شرف الدين اشرف ۲ اورونه وکړل او ۲۵ منډې ورکړې، دغه راز کريم جنت په يوه اور کې ۷ منډې ورکړې. ددوی له لوري کريم جنت او ګلبدين نائب يوه يوه ويکټه واخيستله.

د هدف په تعقيب کې د افغان لوبډلې پېليز توپ وهونکي ناکام شول او د ۱۳ منډو په جوړولو يې دواړه ويکټې له لاسه ورکړې، محمد شهزاد صفر او حضرت ځاځي ۱۳ منډې وکړې.

په وروستيو لوبغاړو کې رحمان الله ګربز ۱۹، ګلبدين نائب ۱۸، نجيب ځدران ۱۱، محمد نبي ۳۵ او کريم جنت ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

د يادې لوبې په ماتې سره هم افغان لوبډلې نيمه پايلوبې ته احتمالي فرصت له لاسه نه دی ورکړی، او کولی شي د نورو پايلو په ګټه دوهم پړاو ته لار ومومي.

افغانستان به د شل اوريز نړيوال جام د ګروپي سياليو وروستۍ لوبه د نيوزيلاند پر وړاندې د نومبر په ۷مه د راتلونکې یکشنبې په ورځ ترسره کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x