افغانستان

یونیسیف د افغان حکومت دخالت پرته معلمانو ته معاشات ورکوي

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۰ل): د ملګرو ملتونو ماشومانو څخه د ملاتړ اداره (یونیسیف) وايي چې دوی پر داسې یو سستم کار کوي څو افغان معلمانو ته د افغان حکومت د دخالت پرته معاشات ورکړي.

یونیسیف د افغانستان د تعلیم د برخې مسوول رويټرز خبري اژانس ته ویلي چې دوی به ټول دولتي ښوونځيو معلمان له ځان سره ثبت کړي.

هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې د نجونو د تعلیم د ملاتړ تر ټولو ښه لاره د ښوونځیو او معلمانو ملاتړ دی او یونیسیف په ډونرانو غږ کوي چې افغان ماشومان پرې نه ږدي.

افغانستان حاضره د فقر او اقتصادي ستونزو سره مخ دی چې لوی لامل يې د امریکا په شمول د نړیوالې ټولنې مالي بندیزونه او د افغانستان د شتمنیو کنګل کول دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

ښه او غوړ خبر دی. نن د معارف وزیر هم وویل چی غربیان چی مونږه څخه د نجونو پر مخ د مکتبو خلاصون غواړی خو بیا دی کمک هم وکړی. دغه دی کمک هم کوی نوره پلمه هم ختمه شوه باید چی ټول مکتبونه د نجونو او هلکانو پر مخ خلاص شی.

Karwan

طوطي صاحب،
ته ښه سړي ئي، کله کله لږ څه بريک نيسه او په کرار کرار شخوند وهه، هسي نه چه غاښون دي مات شي او لکه د شړومبو مچ په هر ځاي کي مه بوڼيږه! کاروان

طاهر ثابت

مکتب خو به خلاص سی نو معلمانی به له کومه سی؟

Back to top button
3
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx