افغانستان

جان کېري يو ځل بيا دواړو نوماندانو سره تيليفوني خبرې کړي

نن ټکی اسیا(یکشنبه، زمری ۱۲مه، ۱۳۹۳:) د امريکا د بهرنيو چارو وزارت څخه په خپره شوې ويناپاڼه کې راغلي، چې د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري يو ځل بيا د ولسمشرۍ له دواړو نوماندانو ډاکټر اشرف غني احمدزي او ډاکټر عبدالله عبدالله سره ټيليفوني اړيکې نيولي دي.

وينا پاڼه زياتوي، چې جان کيري له دواړو کانديدانو وغوښتل، چې د ټاکنو په اړه بايد د ټاکنو خپلواک کميسيون سره هر ډول مرستې وکړي.
ښاغلي کيري دواړو کانديدانو ته ويلي، چې د ټاکنو د پايلو او ملي حکومت د جوړولو په اړه دې يوې سالمې پرېکړې ته ورسيږي، امريکا به يې ورسره مني.
نوموړي له دواړو نوماندانو غوښتي، چې امريکا او نړيوالې ټولنې سره د شوې پرېکړې پر بنسټ بايد د ملي حکومت د جوړيدو لپاره تيار و اوسي او دا پروسه په بریالیتوب سره پر مخ بوځي.
جان کيري دا نه دي ويلي، چې نوموړې پرېکړه کومه وه، چې دواړه نوماندان يې په منلو مکلف دي.
جان کيري له نوماندانو سره په داسې حال کې تيليفوني خبرې کړي، چې د رايو شمېرلو بهير يو ځل بيا د ځنډ او خنډ ښکار شوی دی.
له دې مخکې هم درې څلور ځله د رايو شېرنې بهير د ډاکټر عبدالله د ناظرينو لخوا په ټپه درول شوی او د تحول او تداوم پر ټيم يې د درغلۍ او تقلب تورونه لګولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x