افغانستان

امریکا دفاع وزارت: د کابل ډرون برید کې د ملکي وګړو وژنه تېروتنه وه؛ جرم نه دی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د امریکا دفاع وزارت د کابل د هغه ډرون برید چې له کبله یې د کوچنیانو په شمول لس ملکي وګړي و وژل شول توجیه کړې او په وینا یې دغه برید د جنګ د قوانینو نقض نه و.

د امریکا د دفاع وزارت د هوايي ځواک یو جنرال خبریالانو ته ویلي دي چې څو مشخص لاملونه وجود لري چې له کبله يې دغه برید وشو.

هغه زیاته کړې چې دا یوه تېروتنه وه خو د جنګي نړیوالو قوانینو نقض نه دی او نه هم یو جرم دی.

امریکا د اګست په ۲۹مه د تخلیې د ماموریت پر مهال د کابل ښار په زړه کې پر یوه کور ډرون برید وکړ او اداعا يې وکړه چې داعش ډله یې په نښه کړې ده.

خو څو ورځې وروسته څرګنده شوه چې په دغه برید کې داعشیان نه؛ بلکې ملکي وګړي چې اکثریت یې ماشومان دي وژل شوي دي.

امریکا حکومت هم وروسته ومنله چې په دغه برید کې يې ملکي وګړي وژلي او د پېښې د قربانیانو څخه يې بخښنه وغوښته خو؛ د یادې کورنۍ غړو ویل چې رسنیزه بخښنه کفایت نه کوي.

دوی ټينګار وکړ چې امریکايي چارواکي باید افغانستان کې مخامخ له دوی بخښنه وغواړي.

د کابل د ډرون برید د قربانیانو کورنۍ ویل چې امریکا باید بخښنې سربېره د دوی کورنۍ ته تاوان ورکړي او هغه کسان محاکمه کړي چې په دغه برید کې دخیل ول.

کابل کې په ډرون برید کې د ملکي وګړو وژنې د امریکا ټول ډرون بریدونه چې د «ترهګرو» د هدف کولو په موخه يې کړي دي تر سوال لاندې راوستي دي. امریکا تر دې وړاندې هم په سلګونو هوايي بریدونو کې بې شمېره ملکي وګړي وژلي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استاذ بیانزی

د امریکا هر کار خطا او تیر وتنه ده جرم نه دی ، په هیروشیما چه یی د لمړی ځل او د وهم ځل د پاره اتومی بمونه وغورځول او په لکونو او میلونو خلک یی پکی یوځل په دسته جمعی ووژل او تر اوسه هغه زمکه کی بوټی نه شین کیږی تیروتنه وه ، ۹/۱۱۱ یی بله تیروتنه وه یو وخت به ووایی چه زموږ تیروتنه وه خطا نه وه د امریکا له تاسیس تر اوسه دوه سوه جنګو کی ښکیل شوی دغه دوه سوه ځلی شکیلتیا ټول تیروتنه وه جرم نه وو ، هغه یو جرم دی او… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx