
د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان ترانزیت سوداګري
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۰ل): پاکستاني رسنۍ وايي چې د افغانستان له لارې د ازبکستان او پاکستان تر منځ سوداګري پیل شوې او لومړنی سوداګریز لاریو جوپه د تورخم له لارې پاکستان ته رسېدلې ده.
د پاکستان د لومړي وزیر د تجارت، صنعت او پانګونې په چارو کې مشاور عبدالرزاق داوود د افغانستان له لارې د ازبکستان سره د سوداګرۍ هرکلی کړی دی.
ازبکستان او پاکستان د روان کال د جولايي په ۱۵مه یوې هوکړې ته رسېدلي وو چې له مخې به یې د مرکزي اسیا هیوادونو د پاکستان بندرونو ته د افغانستان له لارې لاسرسی ورکول کوي.
همدا راز پاکستاني سوداګر به د افغانستان له لارې خپل توکي د مرکزي اسیا هیوادونو ته صادروي.
افغانستان حاضره د پاکستان سره د «د افغانستان-پاکستان تر منځ ترانزیزټي سوداګریز تړون» یا اپټا په نوم معاهده لري چې له مخې يې افغان سوداګر د پاکستان له لارې افغانستان ته توکي واردولای او هند ته صادرولای شي.
همدا راز پاکستان د دغه تړون له مخې منځنۍ آسیا او ایران ته خپل مالونه صادرولای شي.
ایا افغانستان د کراچۍ او لاهور د واګه بندرونو له لارې خپل توکي بهرنیو هېوادونو او هندوستان ته صادرولای شي که نه؟ ایا افغانستان خپل توکي پر وخت چټلستان ته صادرولی شي او که باید خوسا شي او بیا صادر شي؟ که داسې وي چې چټلستان دې په افغانستان کې ازاد وي او هر څه چې یې زړه غواړي وکړي، دا خو نو افغانستان د طالب جان په شتون کې د چټلستان پنځمه صوبه شوه. د دې ځواب دې اسلامي امارت ووایي. داسې ښکاري چې ورځ تر بلې زما په شان د هغو خلکو چې د طالبانو په راتګ سره… نور لوستل »
د دې تړون خو موږ ته سمه ګټه نه رسيږي. دا خو ترمېذ (تاشکند) او پېښور سره تړي او افغانستان به يوازې د يو ترانزيت بڼه لري. تر څو چې تاشکند او کراچي سره وصل نه شي چې افغانستان هم د دې تړون يوه برخه شي او د افغانستان مالونه هم د همدغه تړون له مخې له کراچۍ څخه سيده افغانستان ته راوړل کيږي او که داسې نه شي، نو موږ ته يې څه ګټه ده؟ ځکه خو پاکستان دغه تړون د پېښور او د تاشکند په نوم ياد کړی چې په وچه کې راايسار افغانستان له بحر سره وصل… نور لوستل »
د هند کمکی غنمو ته پاکستان اجازه نه ورکوی چی افغانستان ته داخل شی بیا پاکستان په آزاده سره خپل تجارت د افغانستان له لاری ازبکستان سره کوی. سپین بلدک کی څه حالت دی غلامی نور څه ته وایی.