ورزش

راشد خان: د هند پر وړاندې ماتې سره مو مورال نه دی بایللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان ملي لوبډلې سوکه توپ اچونکي راشد خان ويلي چې د هند پر وړاندې سترې ماتې نيمه پايلوبې ددوی د وتلو فرصت له منځه نه دی وړی.

د هند پر وړاندې له لوبې وروسته راشد خان په خبري کنفرانس کې وويل چې په راتلونکې لوبه کې بريا خپلول زموږ لپاره ډير اړين دي، تر څو دوهم پړاو ته د لار موندنې فرصت اسانه شي.

نوموړي زياته کړې چې زموږ نيټ رن ريټ لا هم له نيوزيلاند او هند لوبډلې پورته دی، او که بريا خپله کړو نيمه پايلوبې ته لار موندلې شو.

راشد خان وایي، «موږ پوهیږو هند یو له غوره لوبډلو څخه ده، خو بیا هم زموږ چمتو والی او ذهنیت به د تېر په څېر وي او موږ په دې پراسس ښه پوهیږو».

د افغانستان او هند ترمنځ په ابوظبي لوبغالي کې تېره ورځ سيالي ترسره شوه چې د هند ۲۱۰ منډو په تعقيب کې افغانستان ۱۴۴ منډې جوړې کړې او د ۶۶ منډو په توپير يې ماتې ومنله.

په يادې سترې بريا سره د هند لوبډلې منفي نيټ رن ريټ صفر مثلت ته پورته شوی او په احتمالي فرصتونو کولی شي دوهم پړاو ته لار پيدا کړي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر فعالانو د محمد نبي پر لوبډلمشرۍ ګوتڅنډنه کړې چې د تېر په څېر ستراتيژي یې په لوبه کې نه لېدل کېده او ځینې پریکړې یې هم حیرانونکې وې.

په دې تړاو په پاکستان کې یو شمېر تلویزوني رسنیو او د کرکټ مبصرینو پر افغان لوبډله نېوکه کړې چې د هند نیټ رن ریټ پورته کولو لپاره یې د هند پر وړاندې سمه لوبه نه ترسره کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Guljanan

راشد خانه ورځ دقيامت مه هېروه
خداي دی راشد همدومره ذلیله کړی
لکه سومره يي چی افغانان خفه کړی

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx