روغتیا

د پوندو له چاودیدو ځوریږئ؟ لاملونه او حل لارې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لړم،۱۴۰۰ل): کله چې مونږ د پوندو چاودیدو په اړه غږیږو یوازینی شي چې زمونږ ذهن ته راځي هغه د بدن خوشکوالی او د اوبو نشتوالی دی چې بدن مو ورسره مخ دی.

خو اړینه نه ده چې یوازې د اوبو کموالی دې ددې لامل وي، ګڼ شمېر نور علتونه هم شته چې د پوندو چاودېدو لامل کیږي.

لاملونه:

چاغوالی

د چاغوالي له کبله زمونږ پر پوندو د ټول بدن اضافي فشار راځي، دغه مهال که تاسو پر پوندو کوم ډول لندبل یا د رطوبت کریم استعمال نه کړئ پوندې ما چاودیږي.

د ویټامینونو کموالی

زمونږ بدن ګڼ شمېر ویټامینونو، مالګین او نورو غذایي موادو ته اړتیا لري، خو د نشتوالي پرمهال مو بدن له خوشکۍ سره مخ کیږی، همدا لامل دی چې زمونږ پوندې د وچېدو سربېره د چاودېدو سره مخ شي.

خلاص بوټان

داسې بوټان یا څپلۍ استعمالول چې پښې مو په کې ازادې وي هم د پوندو چاودېدلو لامل کیږي.

په ګرمو اوبو لامبل

په ګرمو اوبو حمام کول که څه هم زمونږ بدن ته ارام وربښي خو بدبختانه زمونږ د پوټکي روغتیا لپاره غوره نه ثابتیږي، ګرمې اوبه زمونږ د بدن طبیعي غوړ لرې کوي چې ورسره بدن خوشکیږي.

پورتني عادتونه یوزاې زمونږ د پښو او پوندو چاودیدو لامل نه بلکې د لاسونو او مخ هم کیږي، ددې پاملرنې لپاره تاسو همیشه پر پوندو ویسلین او د رطوبت کریم ولګوئ او هیڅکه پوندې وچې مه پریږدئ.

یادونه: ځینې کسان د حساسیت له کبله هم د پوندو چاودیدو سره مخ کیږي، دوی باید په خپل وخت د پوټکي ځانګړي متخصص ته مخه کړي.

د حل لارو لپاره لاندې لارښوونې عملي کړئ!

که پوندې مو چاودېدلي وي او ستاسې د درملنې ټولې هڅې بې ځايه تللي وي، نو د اندېښنې پر ځای بايد د طبي کارپوهانو دغه لارښوونې عملي کړو، ان شاءالله له دې ستونزو به بې غمه شو.

د ډاکټرانو په وينا که د چا پوندې تل چاودېدلي وي، نو اول بايد دغه ناروغ ډېرې اوبه څښل خپل عادت وګرځوي، چې د بدن اوبه يې پوره وي او تر څنګ يې لاندې لارښوونې عملي کړي.

کيلې

که موږ کيلې ښې ميده کړو او په چاودو پوندو يې ولګوو، نو په ډېره لنډه موده کې به مو د پوندو چاودې ښې شي.

د ليمو اوبه

د طبي کارپوهانو په اند د پوندو او لاسونو د چاودو لپاره ليمو تر ټولو غوره او اسانه درمل دي. د ليمو اوبه، چې په تړمو اوبو کې ګډې کړئ او لس دقيقې په کې خپلې پښې کېږدې، نو دا د پوندو د چاودونو مخنیوي لپاره غوره درملنه ده.

يوه بله لاره دا هم ښودل شوې، چې هره شپه له ويده کېدو وړاندې د زيتون تېل په پښو ومښئ، لس دقيقې ورته انتظار شئ او بيا جرابې پښو او ویده شئ. دا کار چې څو وخته تکرار شي، نو د پوندو چاودونه به مو له منځه لاړ شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx