اقتصادنظــر

د افغانستان له لارې د ازبکستان-پاکستان نښلوون؛ د سیمې د اقتصادي ښېرازۍ لومړنی څرک

ذاکر جلالي

پرون چارشنبه (اکټوبر ۳مه) د افغانستان له لارې د ازبکستان د سوداګریزو توکو څلور کانټینرونه پاکستان ته داخل شول. د دغو کانټینرونو هرکلي ته د تورخم دروازې پورې غاړه د پاکستان د ملي امنیت شورا سلاکار، د هغه ازبک سیال او د پاکستان لومړي وزیر تجارتي سلاکار ورغلي وو.

د افغانستان له لارې د ازبکستان د څلورو کانټینرونو تګ پاکستان ته ظاهراً عادي پېښه برېښي؛ خو په حقیقت کې دغه کوچنی ګام د ټولې سیمې او په ځانګړي ډول د افغانستان د اقتصادي ښېرازۍ زېری له ځان سره لري.
د افغانستان نوی حکومت په پوره ژمنتیا او ارادې سره غواړي په سیمه کې د یوه اقتصادمحوره او متوازن بهرني سیاست له لارې د اقتصادي نښلوون په مرکز بدل شي. د افغانستان نوې مشرتابه نه غواړي چې د تېرو څه باندې څلوېښتو کلونو په څېر د سیمه‌ییزو او ان نړیوالو ځواکونو د ګټو د ټکر مرکز وي، بلکې افغانستان غواړي د اقتصادي همکاریو له لارې د ګټو د جوړجاړي مرکز وي.

په سیمه کې د اقتصادي نښلوون پر لار دوه اساسي خنډونه وو: لومړی د تېر رژیم د ارادې نه شتون او دویم ناامني.

تېر رژیم په ټوله مانا یو غیرمسوول رژیم و. د افغانستان د ګټو د ساتنې اراده او صلاحیت یې نه درلود. د دې تر څنګ تېر رژیم خپل ټول بهرنی سیاست د امریکا په ګروت کې ورکړی و او امریکا د خپل پوځي حضور پر مټ هېڅکله نه غوښتل چې د افغانستان د سیمه‌ییز نښلوون پر لور د افغانستان وړتیا په کار واچول شي او افغانستان پر ځان بسیا شي.

دویم دلیل ناامني وه. تر یو لک زیاتو بهرنیو اشغالګرو ځواکونو په شتون کې سوله او ثبات یو سُراب و. د جګړې اساسي لامل د بهرنیو ځواکونو نامشروع پوځي حضور او پر ضد یې مشروع مقاومت و.

اوس چې نه تېر نامسووله رژیم شته او نه هم ناامني…نو افغانستان کولای شي چې د سیمه‌ییز نښلوون پر لور له خپلو ټولو امکاناتو او ظرفیتونو څخه پوره ګټه پورته کړي. په تېره یوه میاشت کې له بهرنیو چارو وزارت نیولې تر د ریاست الوزرا مرستیالانو پورې ډېره راشه درشه او مراوده د سیمې له هغو هېوادونو سره وه چې غواړي سیمه‌ییزه اقتصادي همکاري وغوړېږي. په سیمه کې هم په افغانستان کې له وروستي مثبت تحول څخه وروسته ډېره لېوالتیا لیدل کېږي چې له نوي فرصت څخه د اقتصادي ښېرازۍ لپاره پوره ګټه واخیستل شي.

دا ټکی هم د یادولو دی چې لا هم دغه هدف ته د رسېدو لپاره د افغانستان او سیمې ډېر کار او زیار ته اړتیا شته. موږ له لا هم وینو چې د ګڼو دلایلو له امله سوداګریزې لارې تړل کېږي او د سیمې خلکو ته ډېر زیانونه اړول کېږي. دا پخپله ښيي چې د ټولو لوریو له خوا منظم او مشترک کار ته اړتیا ده تر څو د سوداګرۍ پر مخ ټول خنډونه لرې شي او سیمه په واقعي معنا د مشترکو ګټو پر بنسټ ونښلي. په دې منځ کې مهم ټکی د افغانستان ځانګړی جیوایکانومیک موقعیت دی. د اقتصادي نښلوون له عملي کېدو سره افغانستان محوري رول خپلوي او په هغه صورت کې به په سیمه کې په اقتصادي لحاظ افغانستان لوړ لاس لري؛ ځکه د ټولې سیمې د راکړې ورکړې لار به پر افغانستان تېرېږي.

د ښېرازه افغانستان په هیله!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
محمد

په دې کې د افغانستان څه ګټه ده؟ ایا د افغانستان صادراتي توکي به د کراچۍ او واګه بندر له لاري نړۍ او هندوستان ته ولېږدول شي؟ که داسې ونه شي بیا نو افغانستان د چټلستان په پنځمه صوبه کې حساب کړئ.

خوګياڼي

دا يو ښه ګام دئ چي د افغانستان له لارې همسایه ملکونه د خپلو تجارتي اړيکو په ټينګښت پيل کوي، مګر د افغانستان صادرات او واردات هم باید بغیر د ستونزو نه وارد او صادر شى يعني پخپل ټاکلى وخت. مننه

طوطی

د چابهار بندر دی زر پرانستل شی، افغانی مواد د تر واګی بندره پوری ورسول شی، آینده ریل ګاری دی تر کراچی بندره جوړ شی چی افغانی مواد هم تر ځایه ورسوی. افغانستان نباید صرف د پنجابی د راکړی ورکړی لار وی د هغوی مواد تر ازبکستان پوری رسی خو زمونږه میوه هر کال خوسا کیږی. د غلامی تاپه په خپل لاس سره پر ځان مه وهی.

لالاجان

یارہ مونگ اغوانان ھم پخپلہ ٫٫٫٫ زان تہ پخپلہ سوبارے منڈو کنہ داپاکستان مو دشمن دے او ھند مو پلار دے۔

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx