ورزش

سبا کابل کې د شپږو لوبډلو ترمنځ «امن فوټبال» سیالۍ پېلیږي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۱۳ لړم، ۱۴۰۰ل): د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي چې سبا د جمعې په ورځ به په پلازمینه کابل کې د امن په نامه د فوټبال سیالۍ پېل شي.

د امن په نوم د فوټبال سیالۍ به د افغانستان شپږو لوبډلو ترمنځ ترسره شي چې تر لسو ورځو به دوام وکړي.

د افغانستان فوټبال ملي لوبډلې پخواني روزونکي او د فدراسیون اوسني مشر یوسف کارګر رسنیو ته ویلي چې په دې سیالیو کې شپږ لوبډلې ګډون کوي، شاهین اسمایي، سیمرغ البرغ، هریرود توپان، میوند اتلان، د اباسین څپې، او د هندوکش عقابان لوبډلې دي.

یادې سیالۍ به د نومبر په ۵مه نېټه د جمعې په ورځ پېل او د یادې میاشتې په ۱۴مه نېټه پای ته ورسیږي.

په تېرو دوه میاشتو کې په افغانستان کې د اسلامي امارت تر واکمنېدو وروسته افغانستان کې د فوټبال سیالۍ ځنډیدلې وې چې بالاخره یې د پېل کېدو اعلان وشو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx